ads

ننګرهاریانو قرانکریم ته د سپکاوي په غبرګون کې لاریون کړی

سویډن کې قرانکریم ته د سپکاوي په غبرګون د ننګرهاریان پوهنتون محصلینو لاریون ترسره کړ

جان اغا صالح
5 سلواغه 1401
ننګرهاریانو قرانکریم ته د سپکاوي په غبرګون کې لاریون کړی

دا لاریون چې چهارشنبه ماسپښین مهال د ننګرهار پوهنتون په انګړ کې ترسره شو، په کې سلګونه محصلینو
او د پوهنتون استادانو ګډون کړی وو.
لاریونوالو د مقدس کتاب قرانکریم د بې حرمتۍ په هکله خواشیني څرګنده کړه او د یاد عمل ترسره کوونکو
ته يې د سختې سزا غوښتنه وکړه.
لاریون کوونکو له اسلامي نړۍ او نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د دا ډول جنایتونو پر وړاندې ودریږي او
هیچاته اجازه ورنکړي، چې د یوه سپېڅلي اسماني کتاب سپکاوی وکړي.
دوی دا ډول عمل د ټولې نړۍ امنیت ته خطر وباله او زیاته یې کړه چې سویډن باید په دې هکله ځواب
ورکړي.
له دې سره سم په زابل ولایت کې هم ولسي خلکو په سويډن کې د قران کریم سپېڅلې کتاب ته د سپکاوي په
غبرګون لاریون ترسره کړ.
دا غبرګونونه داسې مهال راپورته کېږي، چې څو ورځې وړاندې په سوېډن کې د ترکیې ضد لاریونونه
شوي او په ترڅ کې یې د سوېډن یوه ښي اړخي سیاستوال د پولیسو په مخ کې د قرآنکریم نسخې سوځولې
دي.
له دې وړاندې ګڼو نورو اسلامي هېوادونو هم دا کار غندلی دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2023

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA