ads

متقاعدین: له دوه کالو راهیسې خپل حقونه نه دي راکړل شوي

د متقاعدینو د ټولنې مسوولین وايي، شاوخوا ۱۴۹زره ملکي او نظامي متقاعدینو ته د تقاعد پیسې نه دي ورکړل شوې

Islamuddin Ahmadi
5 سلواغه 1401
متقاعدین: له دوه کالو راهیسې خپل حقونه نه دي راکړل شوي

دوی وايي، ګڼ شمېر متقاعدین د ناوړه اقتصادي وضعیت له کبله د خپلو کورونو د وسائلو پلور ته اړ شوي دي.

متقاعد ډګروال عصمت الله وايي چې د ۱۵ کسیزې کورنۍ سرپرستي ور ترغاړې ده وايي:

«دوه کاله کېږي چې د تقاعد پیسې مې نه دی تر لاسه کړې، له سلامي امارت غوښتنه کوو چې زموږ د تقاعد پیسې راکړې ترڅو پرې خپلې ستونزې هوارې کړو.

متقاعد ډګروال سربلند هم ورته شکایت لري او وايي چې د تیر کال ۷۰ فیصده متقاعدینو ته د تقاعد پیسې نه دي ورکړل شوې:

« تقاعد زموږ حق دی خیرات نه غواړو او باید راکړل شي، سخت ژمی دی کور کې مو ماشومان او ناروغان له لوږې مري.»

په همدې حال کې د متقاعدینو د ټولنې مشر افندي سنګر د متقاعدینو ستونزې تاییدوي او وايي چې اوس مهال په افغانستان کې شاوخوا ۱۴۹ زره ملکي او نظامي متقاعدین شته چې زیات شمېر یې په خراب اقتصادي وضعیت کې ژوند کوي.

د هغه په خبره، اسلامي امارت د متقاعدینو لپاره څلور میلیارده افغانۍ منظور کړې وې چې د دې پیسو د منظورۍ پرېکړه د وزیرانو له شورا وروسته د اسلامي امارت مشر ته ور وړل شوې، خو لایې هم منظوري نه ده راغلې.

«ټولو وزارتونو ته مو مراجعه کړې، خو لا هم په دې اړه کوم اقدام نه دی شوی، دوه میاشتې کېږي چې د متقاعدینو لپار د تقاعد د پیسو ورکولو پرېکړه د اسلامي امارت تر مشره ور رسېدلې دي، خو لا یې هم منظوري نه ده راغلې. له اسلامي مارت غواړو چې د متقاعدینو معاشات وویشي.»

ومو غوښتل په دې اړه د مالیې وزارت د چارواکو نظر هم ولرو، خو هغوی د معلوماتو له  ورکولو ډډه وکړه.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2023

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA