ads

د جنوب ختیځ زون په کچه د حسن قرات سیالۍ ترسره شوې

په خوست کې د اتصالات دفتر له لوري د جنوب ختیځ زون په کچه د حسن قرات سیالۍ ترسره شوې

بصیر یاد
5 سلواغه 1401
د جنوب ختیځ زون په کچه د حسن قرات سیالۍ ترسره شوې

د یادو سیالیو درې غوره تلاوت کوونکي به په مرکز کابل کې د نورو ولایتونو له قاریانو سره د حسن قرات سیالي کوي.

د اتصلات دفتر مسوولین وايي، دغه سیالۍ د افغاستان په اوو زونونو کې ترسره کېږي چې له هر زون څخه درې غوره کسان به په مرکز کابل کې د حسن قرات په دویم پړاو سیالیو کې ګډون کوي.

په خوست کې د اتصالات  ولایتي مسوول «سلیمان حمیدي» وویل چې یادې سیالۍ یې د قرانکریم د ښې زده کړې لپاره پیل کړې دي.

«په دې سیالیو کې له درېېو ولایتونو څخه ۲۵۰قاریانو ګډون کړی، له دې سیالیو څخه زموږ موخه په ښه ډول د قرانکریم زده کړې ته د خلکو هڅول دي.»

د پکتیا ولایت یو اوسیدونکی «قاري عابد الرحمن نوري» دا ډول سیالۍ مهمې بولي او په وینا یې چې له همدې سیالیو څخه غوره کسان نړیوالو سیالیو ته هم لاره موندلی شي:

«په افغانستان او په ځانګړې ډول په خوست کې ډېر استعدادونه شته، د داسې استعدادونو راڅرګندېدل د دغه ډول غونډو له لارې کېږي.»

د دې سیالیو یو بل تن ګډونوال حمدالله وايي، دغه سیالۍ د دوی لپاره خورا مهمې دي او زیاتوي چې په راتلونکې کې دې دا ډول سیالۍ نورې هم جوړې شي.:

«زه غواړم چې دا سیالۍ باید هر وخت ترسره شي ځکه چې دغه قاریان باید وځلیږي.»

 د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې د هېواد په نورو سیمو کې هم د اتصلات دفتر له لوري د حسن قرات سیالۍ ترسره شوي او د سیالیو په پایله کې به له اوو زونونو څخه لس غوره کسان اتتخابیږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2023

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA