د کابل ښاروالۍ د پنځمې ناحیې مرستیال رفیعالله احمدزی وایي، په دغه جسدونو کې ۵کسان د پیژندګلوۍ وړ و، خو د پاتې شپږو یوازې هډوکي پاتې وو.
« موږ چې ولېدل دوه کسان پکې ځوانان و او پاتې نور د زاړه عمر ښکاره کېدل. په پُل سوخته کې ټول موندل شوي جسدونه د معتادینو دي. موږ هڅه کوو چې دغه جسدونه طب عدلي ته انتقال کړو او له پیژندنې وروسته یې خپلو کورنیو ته وسپارو.»
عیني شاهدان وایي، د پُل سوخته لاندې د جسدونو موندلو پرمهال د دریو کسانو جسدونه تازه ښکاره کېدل.
عیني شاهد محمداسحاق نومیږي، وایي:«دلته ډېر جسدونه و، خو پرون چې موږ خبر شوو، هلته درې جسدونه نوي موندل شوي و. دغه درې جسدونه چا تازه د خاور لاندې ښخ کړي وو. موږ بیا دغه جسدونه په امانتدارۍ سره عدلي طب ته ولیږل. ځینې بیا داسې جسدونه هم وو چې پخوا ښخ شوي وو، هغه ډېر خراب وو.»
سرورجان چې له کلونو راهیسې د پُل سوخت ترڅنګ تسبې خرڅوي. نوموړی وایي، ډېر خوښ دی چې د پُل سوخته د پاکولو چارې ګوري.
«د ورځې به یې ۳۰ یا هم ۴۰ جوړه تسبې رانه پټولې، اوس ډېر خوشال یم چې دوی یې له دې ځایه وړي او درملنه یې کوي. دغه معتادین هم کور او ژوند لري. مخکې به دلته ډېر سخت بوی و، چا به ډوډۍ نهشوه خوړلی او بل دغه معتادینو به غلا کوله. موږ به په نوبت ډوډۍ ته تللو، د دوی له لاسه.»
په نشه يي توکو روږدي کسان چې په دې وروستيو کې د کابل ښار له پُل سوخته او نورو سيمو څخه راټول شوي، وايي په ټولنه کې د نشه يي توکو د پلورونکو د فعاليت د مخنیوي پرته په نشه یې توکو د روږديتوب مخه نیول ستونزمنه چاره ده.
د کورنیو چارو وزارت له نشه يي توکو سره د مبارزې معینیت وايي، یوازې په تېره یوه اوونۍ کې یې په کابل کې څه باندې څلور زره روږدي کسان راټول او د رغونې مرکز ته یې لېږلي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ