ads

په ټول پاکستان برېښنا پرې شوې

د پاکستان په ملي برېښنا کوټ کې د تخنیکي ستونزې له کبله په ټول هېواد کې برېښنا په عمومي ډول پرې شوې ده

کامران احمدزی
4 سلواغه 1401
په ټول پاکستان برېښنا پرې شوې

د یاد هېواد د انرژۍ وزارت پرخپله ټوېټرپاڼه په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې  لیکي چې په ملي برېښنا کوټ کې د « سیسټم فریکونسي» د پرې کېدو له کبله په ټول پاکستان برېښنا پرې شوي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې دوی د برېښنا د بېرته عادي کولو لپاره هڅې پیل کړې دي.

په پاکستان کې د برېښنا پرې کېدو له تېرې ورځې راهیسې ۲۲۰ میلیونه خلک اغېزمن کړي.

دا په تېرو دوه کلونو کې دوهم ځل دی چې پر دغه هېواد کې په عمومي ډول برېښنا پرې کېږي.

پاکستان د خراب اقتصاد، ناسم مدیریت او د ذخېرې د اسانتیاوو د نشتوالي له کبله له اوږدې مودې راهیسې د انرژۍ له کمښت سره مخ دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2023

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA