نوموړي پرخپله فیسبوک پاڼه د ۵۰۰ ویکټو په پوره کېدو خوښي ښودلي او ویلي یې دي چې هڅه کوي په هر ځای کې د افغانستان ښه استازولي وکړي.
نوموړي ته ګڼ شمېر افغان او بهرنیو لوبغاړو، د افغانستان کرکټ بورډ او کرکټ مبصرینو د دغو ویکټو د پوره کېدو مبارکې ورکړې.
افغان لوبغاړي راشد خان په ۳۷۱ لوبو کې ۵۰۰ ویکټې پوره کړې دي.
تر ده وړاندې بیا د وېسټ انډیز پخواني لوبډلمشر ډوېن براوو ۵۰۰ وېکټې اخیستې وې.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ