ads

هېر شوي وګړي

په هلمند کې وروستۍ وچکالۍ نه یوازې کروندګر، بلکې کوچیان هم له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.

حضرت محمد روحاني
2 سلواغه 1401
هېر شوي وګړي

د هلمند په مرګز لښګرګاه کې هغې دښتې ته ورغلو چې سږ کال د نورو کلونو په پرته ډېر کوچیان پکې مېش شوي او له ډېرو ستونزو څخه کړېږي.
دغه کوچيان لا هم له زده کړو، روغتيایي خدمتونو،پاکو اوبو او د ژوند له ډېرو اسانتیاوو بې برخې پاتې دي.
په همدې دښته کې مو د عبدالرشید په نوم یو کوچی پیدا کړ چې د اتو بچیانو پلار دی.
له نوموړي مو د هغه د ژوند په اړه پوښتنه وکړه چې په یخ ژمي کې له کومو ستونزو سره مخ دی.
نوموړي کلید راډیو ته وویل چې څاروي او نور حیوانات یې د خوړو له کمښت سره مخي دي، دوی یې په پیسو نه شي ورته اخیستلی او ان ماشومان یې هم په دې سړه هوا کې د اغوستلو جامې نه لري.
ده له دولت څخه د بیړنیو مرستو غوښتنه وکړه:
«مالونه خو مو له جدي لوږې سره مخ دي او اولادونه مو هم په خېټه نه دي ماړه. ناروغان دي د درملو پیسې هم نه لرم.»
د سید ولي په نوم بل کوچی وایي چې د وچکالۍ له کبله یې نږدې ټوله رمه له لاسه ورکړې او په دغه سخت ژمي کې د اوسېدو ځای هم نه لري. دی هم له اسلامي امارت او خیریه بنسټونو د مرستو غوښتنه کوي.
«تر اوسه مرستې نه دي راسره شوې، اړ یو چې له دغه ځایه نور کډه وکړو، ځکه خېمې هم خرابې شوې دي.»
یو بل کوچي هم کلید راډیو ته وویل چې وروستیو وچکالیو سخت ځپلي دي او خبرداری ورکوي چې که مرستې ورسره ونه شي، ژوند یې له ګواښ سره مخ دی او ستر ناورین به رامنځته شي.
«ماشومان مو ناروغان دي، مرستې نه دي راسره شوې او که مرستې نه وي، ژوند مو نور هم خرابېږي.»
د کوچیانو دغه ستونزې مو د سرحدونو او قبایلو چارو ریاست د کوچیانو برخې له مدیر مولوي محمد ګل سره شریکې کړې.
ده کلید راډیو ته وویل چې د کوچیانو ستونزې یې له وزارت سره شریکې کړې او تمه یې وښوده چې دغو کوچیانو ته به رسېدنه وشي.
«موږ یې ټولې ستونزې شریکې کړې دي، هیله‌مندي شته چې حل شي.»
د هلمند د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو رییس مولوي الله داد انقیادي بیا وایې، د اسلامي امارت په راتګ سره په دغه ولایت کې له ۵۰ زره کورنیو سره نغدي مرستو ترڅنګ د خوراکي او غیرخوراکي تو کو مرستې شوې دي.
دی زیاتوي چې تازه یې په ناوې ولسوالۍ کې د ۷۵۰۰زره کوچیانو سروې پیل کړې چې په راتلونکو ورځو کې به د مرستو وېش پرې پیل شي.
«د ۷۵۰۰کورنیو سروې شوې چې ډېر ژر به مرستې ورسره وشي.»
کوچیان نه یوازې په هلمند، بلکې په ډېری نورو ولایتونو کې هم له ورته ستونزو سره مخ دي او له دولت د لاسنیوي جدي غوښتنه کوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA