په دې لوبه کې ټاس هند لوبډلې وګاټه او خپله یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.
نیوزیلنډ لوبډلې ښه پیل نه درلود او ټوله لوبډله یې د لوبې په ۴۳ام اور کې په ۱۰۸ منډو وسوځېده.
د هند لپاره په توپ اچونه کې محمد شمي د ۱۸ منډو په ورکولو سره درې لوبغاړي وسوځول.
هند لوبډلې ورکړل شوی هدف د لوبې په ۲۱ام اور کې د دوو لوبغاړو په سوځېدو پوره او سیالي یې وګټله.
په توپ وهنه کې روحیت شرما ۵۱ او شبمن ګېل ۴۰ منډې جوړې کړې.
د دواړو هېوادونو ترمنځ درېیمه یو ورځنۍ لوبه د جنوري میاشتې پر ۲۴مه نېټه ترسره کېږي.