له یاد بانک څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې له سوداګریزو بانکونو، د صرافۍ او پولي خدمتونو له شرکتونو غوښتنه شوې چې په دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي.
په خبرپاڼه کې راغلي، په دواطلبۍ کې د معاملاتو قسمي تسویې ته اجازه نه ورکول کېږي او د لیلام ګټوونکي اړ دي چې د ورځې تر پایه خپل حسابونه تصفیه کړي.
د یادونې ده چې تېره چهارشنبه هم یاد بانک د افغانیو ارزښت ساتنې لپاره ۱۵ میلیونه امریکايي ډالر لیلام کړي وو.