ads

د ۱۰۰۰ټنه قیمتي ډبرو د قاچاق مخنیوی

ننګرهار کې د استخباراتو ادارې له لوري د د کانونو او پټروليم وزارت سره په ګډه همکارۍ د ۱۰۰۰ ټنه قيمتي ډبرو د قاچاق په تړاو د دوو بهرنيانو په ګډون پنځه کسان نيولي دي.

جان اغا صالح
2 سلواغه 1401
د ۱۰۰۰ټنه قیمتي ډبرو د قاچاق مخنیوی

په همدې تړاو د افغانستان د ضد استخباراتو رييس ډاکټر بشير وويل، يادو کسانو د ليتيم په نوم دغه قيمتي ډبره له کونړ ولايت څخه قاچاق کوله، چې څه يې په کونړ ولايت کې پرته ده او له ۳۰۰ ټنه ډېره يې تر جلال اباد ښاره لېږدولې ده.
نوموړی وايي، د دغو قيمتي ډبرو د قاچاق په تړاو پنځه کسان نيول شوي چې دوه يې بهرنيان دي، خو د بهرنيانو د هويت په تړاو يې معلومات ورنه کړل.
ډاکتر بشیر زیاتوي:
«د افغانستان د کانونو وزارت او د استخباراتو رياست رهبري په مشترک ډول موږ په ګډه په دې خبر شوي وو، چې د قيمتي ډبرو د قاچاق کوم پروګرام روان دی، قرارداد يې نه دی شوی او په پټ ډول استخراج او قاچاق کېږي، دوی ته مو لږ وخت هم ورکړی و چې د دوی اصلي عاملين پيدا شي، هماغه وو چې دوه تنه بهرني اتباع دي او درې تنه داخلي همکاران يې ونیول شول او دوی غوښتل چې دا قیمتي ډبرې پاکستان، تاجکستان او نور هیوادونو ته قاچاق کړي.»
هغه زياته کړه، يادې قيمتي ډبرې د کانونو او پټروليم وزارت ته وسپارل شوې او د نيولو شويو کسانو دوسيې به عدليي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.
بلخوا، د کانونو او پټروليم وزارت د عوايدو د تنظيم رييس مولوي محمد رسول عقاب وويل، په تېر نظام کې دغه ډبرې کيلو په پنځه افغانۍ پاکستان او نورو هېوادونو ته قاچاق کېدلې، خو واک د اسلامي امارت له رسېدو سره سم دوی د وزارت په لابراتوار کې دا ډبرې معاينه کړې چې تر ۳۰ سلنه يې ليتيم درلود نو ځکه يې کاروبار استخراج بند شوی دی.
عقاب زیاتوي:
«په تېر جمهوري حکومت کې د دې ډول قیمتي ډبرو قیمت کم و، خو د اسلامی امارت په راتګ سره دا ډبرې مونږ په لابراتوار کې ټس کړې او مالومه شوه؛ له ۷ تر ۳۰ فیصده لیتیم په دې ډبرو کې لیتیم دي نو له همدې امله په نورستان او کونړ کې بیروجو استخراج بند شوی ځکه د دې ارزښت ډېر دی.»
نوموړی د کانونو په خپل سري ډول د کیندولو پر مخنیوي او د قیمتي ډبرو د قاچاق پر مخنیوي ټینګار کوي او وايي، هېچا ته اجازه نه ورکوي چې دا ډول قيمتي او ارزښتمن توکي او ډبرې له هيواده قاچاق کړي.
عقاب زیاته کړه:« هیچا ته اجازه نه ورکوو چې د افغانستان معدني مواد قاچاق کړي او مونږ یې مخنیوی کوو، خو متاسفانه په تیرو نظامونو کې دا ډول ډبرې قاچاق کیدلې خو اوس یې هیچا ته اجازه نه ورکوو چې قاچاق یې کړي ځکه دا د هیواد ملي شتمنۍ دي.»
د معلوماتو له مخې، له ليتيم ډبرينو موادو څخه د نورو کارونو ترڅنګ د بټريو د جوړېدو په برخه کې هم ګټه اخېستل کېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2023

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA