له یادې ادارې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دغو انتقالاتو کې ۶۱ زره ۳۴۱ د حیرتان، اته زره او ۴۷۳ د اقینې او اته زره او ۴۲۲ ټنه د تور غونډۍ بندرونو له لارې شوې دي.
په ترسره شویو انتقالاتو کې ۴۳۶ ټنه صادرات شوي چې لویه برخه یې وچه مېوه ده.
د اوسپنې پټلۍ اداره وايي، هڅه کوي چې په دې برخه کې سوداګرو ته نورې اسانتیاوې هم رامنځته کړي.