ads

د اروپایي ټولنې اقدام ته د ایران غبرګون

وروسته له هغه چې د اروپايي ټولنې پارلمان د ترهګرو سازمانونو په لېست کې د ایران د سپاه پاسداران د شاملولو لپاره مثبته رایه وکاروله؛ د دغه ګوند مشر جنرال «حسین سلامي» ویلي چې د دغه کار د ناوړه پایلو مسوولیت به د اروپايي پارلمان په‌غاړه وي.

ایران سفر
2 سلواغه 1401
د اروپایي ټولنې اقدام ته د ایران غبرګون

د ایران د سپاه پاسدارن د ویبپاڼې د خبر له مخې، حسین سلامي ویلي، اروپايي ټولنه فکر کوي چې په دې کار سره به دوی له فشارونو سره مخ کړي، خو په خبره یې، دا ډول اقدامات کومه پایله نه ورکوي.
هغه ویلي، د اروپايي پارلمان له لوري دا اقدام د دوی لپاره اندېښمنونکی نه دی.
تېره چهار شنبه د اروپايي ټولنې د پارلمان غړو د ترهګرو په لېست کې د ایران د سپاه پاسداران ډلې شاملېدو ته رایه وکاروله.
اروپايي ټولنه د دغه کار علت روسیې ته د ایران له لوري د ډرون الوتکو ورکول، د دغو ځواکونو ترهګریز فعالیتونه او په ایران کې د لاریون کوونکو ځپل په ګوته کوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2023

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA