ads

ښوونځي پرانیزئ؛ له حکومت د یوې نابینا ارزګانۍ نجلې غوښتنه

په ارزګان کې یوه اته کلنه نابینا نجلۍ چې په یوه محلي ټولګه کې زده‌کړه کوي او د خپل صنف اول نومره ده، د نجونو پر زده‌کړو لګول شویو محدودیتونو ډېره اندېښمنه کړې ده.

احسان‌الله ولسمل
30 مرغومی 1401
ښوونځي پرانیزئ؛ له حکومت د یوې نابینا ارزګانۍ نجلې غوښتنه

نوموړې له حکومت غواړي چې په دې برخه کې دې ډېر ژر اقدام وکړي او د دوی انتظار دې نه‌اوږدوي.
ملالۍ د ترینکوټ په یوه لرې پرته سیمه کې په یوه کلیوالي ټولګي کې زده‌کړې کوي، هغې د ۳۵نورو زده‌کوونکو په منځ کې لومړی مقام ګټلی او اول‌نومره شوې ده.
دغه ارزګانۍ نجلۍ اوس کله ناکله نورو نجونو ته تدریس هم کوي. نوموړې چې په صنف کې د تورې تختې مخ ته ولاړه وه، په ستړي او نهیلي انداز له حکومت وغوښتل چې نجونو ته د زده‌کړې اجازه ورکړي، تر څو دې غوندې ډېرې نور نابینا نجونې د علم په ګاڼه خپلې تیارې روښانه کړي.
«هغه ښوونځۍ چې اوس مهال د حکومت لخوا تړل شوي دي، خدای دې وکړي چې هغه راخلاص کړي چې ښه درسونه په کې ووايو.»
د ملالۍ پلار نیک محمد چې د خپلې لورکۍ په تعلیم خوشحاله دی، وايي چې د افغانستان ټولو نجونو ته باید د درس او تعلیم حق ورکړل شي او د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې یې باید پر مخ خلاصې شي.
«د اسلامي امارت څخه زموږ دا غوښتنه ده چې موږ ته دې مدرسې او مکتبونه نه راتړي، ځکه دغه زما لور ده، په سترګو نابینا ده، باید موږ ته نور هم د زده‌کړو زمينه برابره کړي.»
ميرويس چې د ملالۍ ښوونکی دی، وايي چې نابینا ملالۍ تر ډېرو نورو نجونو او هلکانو په درسونو کې تکړه او مخکې ده او ضرورت دی چې د نجونو پر مرکز ټولو تعلیمي مراکز خلاص کړای شي.
«زموږ دغه تعلیمي ځای ته ملالۍ دوه کاله کېږي راځي، په ټولو کې تکړه ده او د خپلې ټولګۍ اوله نمره ده. زموږ دغه غوښتنه د اسلامي امارت څخه ده چې د نجونو پرمخ دې ټول تعليمي ځايونه خلاص کړي، ترڅو زموږ راتلونکي نسلونه نور هم با استعداده شي.»
د ملالۍ ترڅنګ ناسته پروانه او کوچنی نثار احمد هم په افغانستان کې د نجونو پر زده‌کړو د محدودیتونو له کبله خواشیني شوي دي.
«غوښتنه مو دا ده د اسلامي امارت څخه چې د نجونو پرمخ دې ټول د نجونو مرکزونه خلاص کړي.»
«باید زموږ ښوونځۍ راخلاصې کړي ترڅو موږ د شپږم څخه پورته تر دولسمه پورې ښوونځيو ته ولاړ شو او هلته ډير څه زده کړو.»
دا غوښتنې په داسې حال کې دي چې له څه کم دوو کلونو راهیسې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر وړاندې ښوونځي تړل شوي او حکومت په وروستي اقدام کې تر امر ثاني پورې د نجونو پر وړاندې د پوهنتونونو دروازې هم وتړلې. دا چې تر څه وخت پورې به په دې تړاو د حکومت طرحه بشپړه شي، معلومه نه‌ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA