ads

په هلمند کې ځینې تاریخي سیمې له غاصبینو خلاصې شوې

د هلمند داطلاعاتو فرهنګ ریاست مسؤولین وایي، چې مرکز لښکرګاه ښار ته څېرمه یې له هغو څلورو تاریخي قصرونو څخه ۱۰۰ کورنۍ ایستلي چې له کلونو راهیسې په کې مېشت او د هستوګني کورونه یې پکې جوړ کړي وو.

حضرت محمد روحاني
21 مرغومی 1401
په هلمند کې ځینې تاریخي سیمې له غاصبینو خلاصې شوې

د هلمند ولایت لیکوالان او فرهنګي فعالان د حکومت د دغه اقدام هرکلی کوي.
د هلمند د اطلاعاتو فرهنګ ریاست مسؤولین وايي، چې د دغه ولایت په مرکز لښکرګاه  کې یې هغه تاریخي ځایونه له غاصیبنو خلاص کړي چې له کلونو راهیسې پکې د هستوګنې کورونه جوړ شوي وو.

دیاد ولایت د اطلاعاتو فرهنګ ریاست مرسیتال مولوي محمد قاسم ریاض کلید راډیو ته وویل، چې د اسلامي امارت په رامنځ ته کېدو سره یې د دغه ولایت مرکز لښکرګاه ښار دزړې کلا په سيمه کې له څلورو تاریخي قصرونو څخه  سلګونه هغه کورنۍ ایستلي چې په تېرو کلونو کې یې هلته کورونه جوړ کړي وو.

د نوموړي په وینا هڅې یې روانې دي، تر څو د دغه ولایت ټول هغه تاریخي ځایونه چې بیارغونې ته اړتیا لري  ورغوي او د ساتنې لپاره یې ځانګړي اقدامات وکړي.

«داسلامي امارت د رامنځ ته کېدو سره په دغه ولایت کې څینې سيمي له غاصیبیونو خلاصي او د پاته نورو تاریخي ځایونو د رغیدو او ساتنې لپاره هم هڅې روانې دي.»

په ورته مهال په لښکرګاه کې لیکوال او تاریخ پوه محمد اسماعیل شریعت یار دحکومت ددغه اقدام ستاینه کوي او زیاتوي، چې د اطلاعاتو فرهنګ ریاست دې یوازي پر دغوتاریخې ابدو بسنه نه  کوي،بلکې د دغه ولایت ۸۳ نورو تاریخي ځایونو د ساتنې او رغولو لپاره هم باید لاس په کار شي.

«هلمند کې ۸۳ لویې تاریخې کلا ګاني شته چې  له هغوی څخه هم باید غاصیبین لرې کړي او هغه چاچې کيندنې کړي د هغوی مخه هم ونیسي.»

شریعت یار داهم وايي، چې که د هلمند په تاریخي ابدو کې د هغوی د لرغونتیا ساتنې ته په پام تفریخي ځایونه جوړشي دابه د دغه ولایت او په ټوله کې د دولت لپاره د عوایدو یوه لویه سرچینه هم شي .

«په  تاریخي ابداتو کې  د تفریحي ځایونو جوړول زیات ګټور تمامیږي ځکه د نورو هېوادنو خلک د تاریخي ابداتو شوق لري نو کوم سیلانیان چې دلته راځې او تفریحي  ځایونه ورته جوړ شي او پرهغه باندې ټکس حواله شي داهم د حکومت لپاره ګټور دي  او هم د خلکو لپاره.»

بلخوا بیا په لښکرګاه کې لیکوال او شاعر ادم صفت الله هم د اطلاعاتو فرهنګ ځايي ادارې لخوا تاریخي ابدو ته د  پاملرنې او د هغو د ساتنې هڅې ګټورې بولي او د دغه لایت له ټولو وګړو غواړي، چې د تاریخي ابداتو په ساتنه او پالنه کې دې د حکومت ترڅنګ ونډه واخلي.

«کوم تاریخې ابدات چې د اطلاعاتو فرهنګ ریاست مسوولین د غاصیبیو نو څخه خلاص کړي دي دا زیات پرځای اقدام دی  او دپاته نورو د رغولو لپاره هڅې کوي موږ یې هم تر شاه ولاړیو.»

د هلمند داطلاعاتو فرهنګ ادارې مسؤولین په داسې حال کې له څو تاریخې ځایونو د خلکو د ایستلو خبر ورکوي چې په دغه ولایت کې د بست تاریخي کلا  په ګډون تر ۸۰ پورې نورې لویې تاریخي کلا ګانې او لرغونې سیمې شتون لري، چې د تېرو کلونو په اوږدو کې د نه پاملرنې له امله زیاتره یې اوس د نړیدو له ګواښ سره مخ دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA