ads

په خوست کې جوړ شوی موټر او ټوپک نندارې ته وړاندې شول

د خوست د میخانیکي انسټیټیوټ زده کوونکو له خوا جوړ شوی ټوپک او د خوست یو بل اوسېدونکي په نوښت جوړ کړی موټر د دغه ولایت د اطلاعاتو فرهنګ ادارې له خوا په جوړه شوې ځانګړې غونډه کې نندارې ته وړاندې شول.

نوراجان بهیر
19 مرغومی 1401
په خوست کې جوړ شوی موټر او ټوپک نندارې ته وړاندې شول

بهار شاه ګل، فریدالله او عبدالمجید هغه درې ملګري دي چې په تخنیکي برخه کې زده کړې کوي او له تېرو څو میاشتو راهیسې یې په ګډه د ټوپک او نارنجک پر سیستم کار کړی او د دوی په وینا چې د کار پایله یې مثبته هم ده.
د دوی له ډلې بهار شاه ګل راته وویل، چې جوړ کړی ټوپک او نارنجک یې له نورو ځانګړي دي:
«کوم ټوپک او نارنجک سیستمونه چې موږ جوړ کړي، پینځه میاشتې پرې لګیدلې؛ ټوپک په شپږ-اووه سوه انټروال کې انداخت کوي او نارنجک درې ډوله استعمال لري. غوښتنه مو دا ده، چې داسې خلک د افغانستان په هر ولایت کې پیدا کیږي، چې له دوی سره مالي کومکونه وشي، منظم لابراتوارونه ورته جوړ شي، چې افغانستان او ټولې اسلامي نړۍ ته یې خیر ورسیږي.»
د دې ستاینغونډې بل ځانګړی مېلمه نورویس خان و، چې د ده په وینا له ډېره وخته په خوست ښار کې د نجارۍ کاروبار لري او له تېرو ۱۵ میاشتو راهیسې یې د یو موټر پر جوړولو کار کاوه، چې بالاخره بریالی شو او جوړ کړی موټر یې نن نندارې ته وړاندې کړ:
«غوښتنه مو دا ده چې موږ ته د مسلکي کار زمینه مساعده شي؛ که رښتیا درته ووایم ما دا موټر په درو شیانو (ګلینډر، برمه او د ویلډېنګ ماشین) باندې جوړ کړی، دا خو وسایل نه دي؛ دې ته پرېس او نور ماشینونه پکار دي، چې موږ یې له دولت نه غوښتونکي یو.»
د خوست د اطلاعاتو فرهنګ اداره وايي، له دې غونډې یې هدف د هغو استعدادونو هڅونه وه، چې د دوی په وینا په خپل نوښت ټولنې ته د پرمختګ فکر ورکوي.
د دغه ولایت د اطلاعاتو فرهنګ ریس شبیراحمد عثماني وايي، چې دوی به د هېواد شتمن او مسؤولې حکومتي ادارې وهڅوي، چې د داسې خلکو لاسنیوی وکړي:
«په دې کوشش کې یو چې ځینې سرمایه دار خلک یا د امارت هغه مسوولې ادارې دېته وهڅوو، چې هغوی د داسې وسایلو د جوړولو لپاره مستقله بودیجه ولري، هغه فابریکې چې په هغو کې پرزې جوړیږي، نو دا به ان شاءالله د دې وطن د ابادۍ باعث وګرځي.»
د یادولو ده، چې په دې وروستیو کې د هېواد په بېلا بېلو برخو کې د یو شمېر ځوانانو لخوا د ځینو نوښتونو خبرونه خپرېږي، خو په ټوله کې د دغو ځوانانو غوښتنه دا وي، چې مسوولې ادارې یې د راتلونکو کارونو لپاره مالي او تخنیکي ملاتړ وکړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA