ads

له پاکستان سره د امریکا د نغدي مرستو هدف څه دی؟

امریکا د ۲۰۲۳ کال په بودجه کې د پاکستان لپاره له افغانستان سره پر فرضي کرښه د امنیتي ګواښونو د له منځه وړلو په هدف ۱۵ میلیونه ډالر ځانګړي کړي.

Taj Wali Ghorzang
13 مرغومی 1401
له پاکستان سره د امریکا د نغدي مرستو هدف څه دی؟

پاکستانۍ ډاون ورځپاڼې ادعا کړې چې په دې مرستې سره به له افغانستان سره پر فرضي کرښو کې پر پاکستاني ځواکونو د برید څه ناڅه مخنیوی وشي.
دغې سرچینې لیکلي، د امریکا دا مرسته ښيي چې لاهم دغه هېواد په پاکستان کې د ترهګرو ډلو د له منځه تللو نیت لري.
بلخوا د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په پاکستاني چارواکو غږ کړی چې د افغانستان په اړه له ناسمو څرګندونو ډډه وکړي.
نوموړي په خپل ټویټر پاڼه لیکلي، د افغانستان په اړه د پاکستاني چارواکو وروستۍ ناسمې څرګندونې د تأسف وړ بولم. مجاهد وایي، د پاکستان په شمول له خپلو ټولو ګاونډيو هیوادونو سره ښې اړيکې غواړي.
نوموړی زیاتوي، پاکستان هم مسوولیت لري چې د وضعیت د کابو کولو هڅې وکړي او له بې اساسه خبرو کولو څخه ډډه وکړي.
د سیاسي چارو شنونکی سیداکبر اغا بیا وایي، د امریکایي لوري دغه مرسته به د افغانستان او پاکستان پر اړیکو مخامخ منفي اغیز ولري.
«امریکایي لوری نه غواړي چې له افغانستانه لرې واوسي. دلته هم د دوی طیارې ګرځي او هم د ډیورنډ له فرضې کرښې سره سرمایه‌ګذاري کوي. دا به پاکستان له افغانستان سره په جنجال کې واقع کړي. امریکا غواړي د پاکستان له لارې په افغانستان کې مداخله وکړي چې دا به د دواړو هېوادونو پاکستان او افغانستان ترمنځ ستونزې جوړې کړي.»
د سیاسي او پوځي چارو شنونکی احمدخان اندړ وایي، پاکستان تل په سیمه کې د ترهګرۍ ځپلو پر ځای ترهګري لا ډېره کړې ده.
«پاکستان تل هڅه کړې چې د ترهګرۍ په نوم سوداګري وکړي. پاکستان پخپله ترهګر روزي او په دې د نړۍ ځینې زبرځواکونه هم ورسره ملګري دي. زه باور لرم چې دوی په دې پیسو د افغانستان او نورې سیمې لپاره لا ترهګر وروزي.»
په ورته مهال د پاکستان پوځي او سیاسي کمېټې چې د دغه هېواد لومړی وزیر هم په کې و، پرېکړې کړې چې هیڅ هېواد ته به اجازه ور نه کړي چې د پاکستان ضد وسله والو ډلو ته ځای ورکړي.
دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثنالله خان څرګندونو ته اسلامي امارت په ځواب کې ویلي وو چې افغانستان بې څښتنه نه دی او هیچاته به په خپله خاوره کې د عملیاتو اجازه ورنه کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA