د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، په افغانستان کې له ۱۹۸۹ کال نه تر ۲۰۲۲ کاله پورې ۳۲۹۲ د ایچ، آی، وي یا د ایډز ناروغۍ مثبتې پېښې ثبت شوې چې ۲۲۷۸ نارینه، ۸۲۲ مېرمنې او شاوخوا ۱۹۵ یې کمعمره ماشومان دي.
د عامې روغتیا وزارت مرستیال حبیبالله اخونزاده وایي، له ډېرو ننګونو سره سره په دې بریالي شوي چې د ایچ، آی، وي یا د ایډز ناروغۍ پر وړاندې جدي مبارزه وکړي.
نوموړي له ایډز سره د مبارزې د نړیوالې ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وویل:«په افغانسان کې د ایچ، آی، وي ناروغي شمېر دومره لوړ نه دی. موږ له ۱۹۸۹ کال راپدېخوا ۳۲۹۲ مثبتې پیښې لرو چې ۷۵فیصده یې نارینه او ۲۵فیصده یې مېرمنې جوړوي، خو باید ووایم چې په دې کې ۱۹۵ماشومان هم شته چې دا زموږ لپاره ډېره ټکان ورکوونکې خبره ده.»
د عامې روغتیا وزارت د ناروغیو د مخنیوي او کنټرول مشر ډاکټر حیدر خان حیدر بیا وایي، د افغانستان په عامو خلکو کې د ایچ، آی، وي یا د ایډز ناروغان شمېر ۰،۱فیصده دي چې ډېری برخه یانې ۵فیصده یې له نشهیي توکو سره تړلي دي.
«په افغانستان کې ډېری د ایچ، آی، وي ناروغان له نشهیي توکو سره تړلي وي. زموږ شمېرې ښیي چې په افغانستان کې ډېری هغه خلک په دې ناورغۍ اخته دي چې له نشهیي توکو استفاده کوي، خو په عامو خلکو کې بیا دغه شمېر ۰،۱فیصده دی.»
په افغانستان کې زیات شمېر خلک په ایډز ناروغۍ شرمیږي چې له کبله یې ډېری وخت له سختو حالتو او یا هم له دوه ګوني چلند سره هم مخ کېږي.
په دغې ناروغۍ اخته کس ته په ټولنه کې خلک په ښه سترګه نه ګوري او د بدلمنۍ تور پرې پوري کوي.
محمد ادریس عزیزي هم یو له هغو کسانو دی چې له کلونو راهیسې په ایچ، آی، وي یا هم په ایډز ناروغۍ اخته دی. نوموړی وایي چې له کور نیولې د ټولنې تر عامو وګړو پورې څوک ورسره ښه چلند نه کوي.
دی د نشهیي توکو د استعمال له امله په دې خطرناکې ناروغۍ اخته شوی، خو محمد ادریس عزیزي زیاتوي، په افغاني ټولنه کې ډېری خلک فکر کوي چې دغه ناروغي یوازې د جنسي اړیکو له لارې پیدا کیږي.
«موږ ته ټولنه په ښه سترګه نه ګوري، که څه هم زه یې په کیسه کې نه یم، دا دی له رسنۍ سره خبرې کوم. ګیلاسونه، بستره او ګڼ نور توکي را نه بیلوي چې ګنې دی په دې ناروغۍ اخته یم. حکومت باید هڅه وکړي چې په دې برخه کې عامه پوهاوی زیات کړي.»
محمد ادریس عزیزي دغهراز وایي، په افغانستان کې ډېړی د ایچ، آی، وي یا د ایډز ناروغان له شرمه ډاکټر ته نهشي تللی او په خبره یې، دوی ته ډېری ډاکټران هم په ښه سترګه نه ګوري.
د ملګرو ملتونو له ایډز سره د مبارزې ادارې یا ”یو این ایډز ”د ایډز د نړیوالې ورځې په مناسبت پخپل تازه راپور کې خبرداری ور کړی، په داسې وضعیت کې نه دي چې تر ۲۰۳۰ کاله پورې دغه مرګونې ناروغي له منځه یوسي.
دمګړۍ په ډېرو هېوادونو کې له ایډز سره مبارزه او په ایچ ای وې وېروس د اخته کېدو د مخنیوي لپاره د عامه پوهاوي خپرول د حکومتونو لومړیتوب دی، خو په افغانستان کې لا هم له دې مسالې سره سرسري چلند کېږي.
روغتیاپالان وايي، په دغه هېواد کې د موجودو شاوخوا درې میلیونو روږدو کسانو درملنې او وقایې ته نه پاملرنه، چې د دغه وېروس د لېږد یو ستر لامل دی، کولای شي افغانستان له روغتیايي کړکېچ سره مخامخ کړي.
په افغانستان کې د ایډز په اړه د عامه پوهاوي له ټیټې کچې سره هممهال په دغه هېواد کې ایډز ناروغي لا هم یو ټابو دی او د ډاکټرانو په خبره، له وخته مخکې ټولنیزو قضاوتونو له امله په ایچ، ای وې وېروس اخته کسان ډېری ځله د ایډز د تشخیص او درملنې مرکزونو ته نه ورځي.
ډاکټران وايي، په افغانستان کې ډېری کسان داسې فکر کوي چې ایډز یوازې د جنسي اړیکې له لارې له ناروغ کس څخه روغ ته لېږدېږي چې له امله یې معمولا په ایډز ناروغۍ اخته کسان په افغانستان کې منزوي او د ټولنې تر پوستکي لاندې پټ دي.
روغتیاپالان وايي، ګڼې نورې لارې هم شته چې له امله یې پر یاد وېروس د اخته انسان وینه د روغ انسان د وینې جریان ته داخلېدای او دغه وېروس ور سره لېږدېدای شي لکه استعمال شویو سرنجونو له لارې، د ویښتانو خریلو د استعمال شویو پاکي ګانو له لارې، د غاښونو ډاکټرانو د نا تعقیم شویو وسایلو له لارې او همداسې نورې.
د جمهوریت له پرځېدو وړاندې د عامې روغتیا وزارت شمېرې ښيي چې په دغه هېواد کې د ایچ ای وې کابو ۴ زره مثبتې پېښې ثبتې شوي چې ۷۵ سلنه یې نارینه او ۲۵ سلنه یې ښځې دي.
خو د ملګرو ملتونو له ایډز سره د مبارزې ادارې د اټکل له مخې په دغه هېواد کې ۱۲ زره کسان په یاد وېروس اخته دي.