ads

۲۰۰بېوزله مېرمنو ته کاري زمینه برابره شوې

په ننګرهار کې یوه خیریه بنسټ ۲۰۰ کونډو او بېوزلو مېرمنو ته د کار زمینه برابره کړې

جان اغا صالح
13 لیندۍ 1401
۲۰۰بېوزله مېرمنو ته کاري زمینه برابره شوې

ننګرهار کې د ګلبهار په نامه یوه خصوصي خیریه بنسټ د دغه ولایت لسګونه هغو بېوزلو او کونډو مېرمنو ته د کار او مسلکي زده کړو زمینه برابره کړې چې د خپلو کورنیو د اړتیاوو برابرولو وس یې نه درلود.
د دغه بنسټ مسوول عبدالرازق همدرد کلید ته وویل، تر دې دمه یې په ننګرهار کې شاوخوا ۲۰۰ ښځو ته د خیاطۍ په برخه کې روزنه او په وړیا ډول وسایل ورکړي، تر څو دوی د خپلو کورنیو اړتیاوې پرې برابرې کړي.
نوموړی زیاتوي دوی دغو ښځو ته لومړی د خیاطۍ په برخه کې یوه میاشت مسلکي روزنه ورکوي او له فراغت سره سم به ورته په وړیا توګه کاري وسایل ورکړي.
د همدرد په خبره، د دغه کار هدف د بېوزله کورنیو ځان بسیاینه ده.
همدرد زیاتوي:
«موږ په ټول کې ۲۰۰ مېرمنو ته دا ډول وسایل وېشلي، چې هغوی بېوزله وې او د کاروبار د برابرولو توان یې نه درلود. دلته روزنه ورکوو او بیا یې خپلو کورونو ته له وسایلو سره لېږو څو د ځان لپاره کار وکړي او په ځان بسیا شي.»
د یاد بنسټ د مسولینو د مالوماتو له مخې په دوی کې هغه مېرمنې شاملې دي، چې د کور مسوولیت پر غاړه لري او یا هم له بد اقتصادي وضعیته کړېږي.
په دې روزنیز پروګرام کې شاملې مېرمنې هم دغه اقدام او لاسنیوي ته هیله مندې دي.
له ډلې یې زرمینه او ګل بي بي وایي، دا به یې په ورځني ژوند کې تر یوه بریده ستونزې هوارې کړي او تر روزنې وروسته به وکولی شي په خپل کور کې د کورنۍ لپاره روزي وګټي.
زرمینه زیاتوي:
«زما خو په کور کې یو ماشوم شته چې کار کوي، هغه چې هېڅوک نه لري څه به کوي، دا يو ښه کار دی دوی به وکولی شي له دې وروسته خپلې ستونزې حل کړي. هیله لرو دا ډول کاري زمینې ډېرې شي.»
ګل بي بي زیاته کړه:
«زه ډېره خوشاله یم چې دلته راته د کار زمینه هم برابره شوې او هم یو کسب زده کوم، زما غوښتنه له نورو خیریه بنسټونو هم دا ده چې بېوزله وګړو ته دې د کار زمینه برابره کړي.»
د دغه پروګرام یوه بله ګډون واله زینب د خوښۍ په څرګندولو سره وايي، په اوسنیو حالاتو کې ورسره دا مرسته وشوه او دوی ته روزنیز پروګرام پيل شو.
نوموړې له حکومت او سوداګرو غواړي چې په دې بد اقتصادي وضعیت کې د افغان بېوزله ولس لاسنیوی وکړي او دوی ته دې د کار زمینه برابر کړي.
زینب زیاتوي:
«زما په ګډون دلته ډېرې بېوزله او کونډې مېرمنې دلته راځي، خیاطي کوي او د ژوند چاره یې روانه ده. خوشحاله یو، موږ غریب خلک یو، له موږ سره باید مرسته وشي، دا ډول بېوزله ډېر دي حیران دي.»
د یادونې وړ ده، چې یاد بنسټ پر ننګرهار سربېره د هېواد په ګڼو ولایتونو کې خیریه فعالیتونه لري او پلان لري چې د بېوزله کورنیو د اقتصادي پیاوړتیا په هدف د خیاطۍ زده کړې دغه لړۍ د ننګرهار لېرې پرتو ولسوالیو ته هم وغځوي.
د اقتصادي چارو کارپوهان هم دا ډول اقدامات د ټولنې په اقتصادي کې ګټور بولي او ټینګار کوي چې طالبان دې په دې برخه کې افغان پانګوال وهڅوي، تر څو د خلکو لپاره د کار زمینه برابره او دوی د ځان بسیاینې پر لور وهڅوي.
دوی وایي، که طالبان یوازې محدودیتونه لګوي، نو د دوی او ولس ترمنځ به واټن لازیات شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA