د دغه ولایت د والي ویاند حاجي زید کلید ته وویل، دا نښته پرون سهار وختي د ۱۴مې امنیتي حوزې په سیمه کې رامنځته شوې ده.
دی زیاتوي چې وسله والو غلو له یو کور څخه د پیسو کڅوړه غلا کړې وه، د تېښتې پر مهال له امنیتي ځواکونو سره مخ شوي او تر منځ یې نښته پېښه شوې ده.
دی زیاتوي چې په دې پېښه کې یو غل وژل شوی، یو ټپي او دوه تنه ژوندي نیول شوي دي.
تر دې وړاندې هم د هېواد په بېلابېلو برخو کې په ورته پېښو کې د مرګ ژوبلې خبرونه ورکړل شوي دي.
امنیتي ادارې په دې برخه کې د خلکو پر همکارۍ ټینګار کوي.