ads

په کندهار کې د خوارځواکۍ کچه لوړه شوې

د کندهار د میرویس حوزي روغتون د روغتیا مسولین وایي، په تېره یوه میاشت کې د کندهار میرویس حوزي روغتون ته ۱۹۴ پر خوراځواکۍ اخته ماشومان د درملنې په هدف راوړل شوي دي.

تاج محمد ساحل
13 لیندۍ 1401
په کندهار کې د خوارځواکۍ کچه لوړه شوې

په ورته وخت کې د کندهار د روغتیا مسولین وایي، د خوارځواکو ماشومانو د شمېر زیاتېدو لوی علت د میندو له خوا ماشومانو ته د شیدو کمه ورکړه او همدارنګه تر ټاکلې مودې د شیدو نه ورکول دي.
په کندهار کې پر خوراځواکۍ د اخته ماشومان د شمېر په زیاتېدو سره د کندهار میرویس حوزي روغتون هم روغتیايي خدمتونه چټک کړي دي.
د میرویس حوزوي روغتون د ماشومانو څانګې مسول ډاکټر محمد صدیق وایی، دا چې امنیت ښه شوی، نو ځکه زیاتره مریضان له کلیوالو سیمو څخه د درملنې لپاره میرویس حوزوي روغتون ته راوړل کېږي.
«خوارځواکي د تېرو کلونو په پرتله یو څه زیاته ده، خو لامل يې یوازې لوږه نه ده، د روغتیایي امکاناتو نشت هم هغه علت دی چې پر خوارځواکۍ د ماشومانو اخته کېدو کچه یې لوړه کړې ده.»
د کوچنیانو یو تن متخصص ډاکټر تاج محمد میوند وايي، میندې باید خپلې شیدې کوچنیانو ته ورکړي او تر شپږو میاشتو وروسته دې ورته د مناسبو خوړو ورکړه پیل کړي؛ تر څو اولادونه يې له خوارځواکۍ څخه وژغول شي.
«ماشومانو ته باید خپلي شیدې ورکړل شي، له نورو شیدو دې ډډه وشي او تر شپږو میاشتو وروسته باید مناسب خواړه ورکړل شي.»
روغتون ته له خوارځواکو ماشومانو سره راغلي پایوازان د کندهار میرویس حوزوي روغتون له ټولو روغتیایی خدماتو څخه خوښ دي او وايي، په لېري پرتو سیمو کې هم باید د خوارځواکۍ مخنیوي لپاره روغتیايي خدمات وړاندي کړي.
«کوچنی مې راوستلی، نس يې پړ سېدلی دی، ډېرې ځایونه مې درملنه پرې وکړه، خو جوړ نه شو.»
دروغتیا مسولین سپارښتنه کوي چي هر نوي زیږیدلي ماشوم ته دې تر شپږو میاشتو د مور شیدې ورکول شي او تر شپږو میاشتو وروسته دې هم خواړه او هم شیدې ورکړل شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA