ads

په کابل کې له ۱۹ زرو ډېر سوالګر راټول شوي

په هېواد کې د سوالګرو راټولولو کمېټه له پیل څخه بیا تر اوسه تر ۱۹زره د ډېرو سوالګرو راټولېدو خبر ورکوي.

محمدخان بریال
13 لیندۍ 1401
په کابل کې له ۱۹ زرو ډېر سوالګر راټول شوي

د ریاست الوزرا د اقتصادي معاونیت پر ټوېټرپاڼه لیکل شوي چې د سوالګرو راټولولو کمېټې د لیندۍ میاشتې تر ۱۲ مې نېټې په کابل کې ۱۹ زره ۷۲ سوالګر راټول کړي دي.
له دغه معاونیت څخه د یکشنبې په ورځ په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په راټولو شویو کسانو کې ۱۰ زره او ۹۶۱ مېرمنې، شپږ زره ۳۷۴ ماشومان او پاتې نور نارینه سوالګر دي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، د دغو کسانو له ډلې ۶۳۴نارینه، ۴۴۶۴مېرمنې او ۲۶۰۹ ماشومان مستحق او پاتې نور بیا حرفوي سوالګر دي.
په ماشومانو کې بیا ۶۲ نور بې سرپرسته ماشومان دي چې له بایو مټریک وروسته د کار او ټولنیزو چارو وزارت له لوري روزنتون ته ورپېژندل شوي دي.
که څه هم دا کمېټه په ښارونو کې د دومره سوالګرو راټولېدو خبر ورکوي، خو پر دې سربېره د ښار په ډېری برخو کې خلک لیدل کېږي چې نورو ته د سوال لاس اوږدوي.
هغوی وایي چې دوی مستحق دي، خو تر اوسه د سوالګرو راټولولو کمېټې یې پوښتنه نه ده کړې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA