ads

په ننګرهار کې چاودنې شپږ تنه ټپیان کړل

تېره ورځ مازدیګر مهال د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار لومړۍ ناحیې اړوند درمسال ته څېرمه یوه ځای پر ځای شوي ماین چاودنه کړې چې په پایله کې یې شپږ تنه ټپیان شوي دي.

کامران احمدزی
13 لیندۍ 1401
په ننګرهار کې چاودنې شپږ تنه ټپیان کړل

د ننګرهار امنیه قومندانۍ ویاند عبدالبصیر زابلی وایي، ټپیان یې د درملنې لپاره روغتون ته وړي دي چې اوسمهال یې روغتیایي حالت د ډاډ وړ ښودل شوی دی.
د یادې پېښې قربانیان ټول ملکي وګړي دي.
لاهم د دغې چاودنې مسوولیت کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA