ads

په سوریه کې د امریکا د امنیتي ګزمو پیل

بهرنیو رسنیو په سوریه کې د امریکا د امنیتي ځواکونو د ګزمو پیلېدو خبر ورکړی دی.

محمدخان بریال
13 لیندۍ 1401
په سوریه کې د امریکا د امنیتي ګزمو پیل

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې لیکي چې دا ګزمې د سوریې په شمال ختیځو برخو کې شاوخوا دوې اوونۍ وړاندې، په دغه سیمه کې د کردي وسله والو خلاف د ترکیې ځواکونو د هوايي بمبارۍ په پایله کې بندې شوې وې، خو اوس بیرته پیل شوې دي.
دا امنیتي ګزمې په سیمه کې د داعش ډلې د مخنیوي په هدف ترسره کېږي.
سرچینې وایي، د امریکايي ځواکونو په مشرۍ د سوریې په شمالي برخو کې دا ډول ګزمې له ۲۰۱۹ کال راهیسې پیل شوې چې په سیمه کې یې د داعش ډلې د له منځه وړلو په برخه کې ګټورې پایلې ورکړې.
دا ګزمې د ترکیې د هوایي بریدونو له کبله ځنډېدلې وې.
د سوریې د ډیموکراټیکو ځواکونو قوماندان مظلوم عابدي ویلي وو چې ترکیه په دې سیمه کې د ځمکنیو عملیاتو لپاره هم چمتووالی نیسي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA