ads

د برېښنا پرچاوۍ له خلکو لاره ورکه کړې

د کابل په شمول د یو شمېر نورو ولایتونو اوسېدونکي د برېښنا دوامداره پرچاوۍ سخت اندېښمن کړي او وايي چې د پرچاوۍ له کبله له ستونزو سره مخ شوي دي.

اسلام الدین احمدي
13 لیندۍ 1401
د برېښنا پرچاوۍ له خلکو لاره ورکه کړې

دوی له اسلامي امارت څخه غواړي چې د یادې ستونزې د حل لپاره بنسټیزې هڅې وکړي.
د کابل اوسېدونکی هدایت الله کاروان وایي، په دې وروستیو ورځو کې د برېښنا پرچاوي ډېره شوې او د خلکو کاروبار ته یې زیان اړولی دی.
نوموړی زیاتوي چې کاروبار یې بر ېښنا ته اړتیا لري او که برېښنا نه وي، کار یې په ټپه ولاړ وي.
«په کابل کې د برېښنا پرچاوي ډېره شوې، که برېښنا نه وي، کار مې مخ ته نه شم بېولی. له اسلامي امارت نه مې غوښتنه ده چې د برېښنا مسئلې ته جدي پام وکړي او د حل لاره ورته ولټوي.»
د برېښنا پرچاوۍ نه یوازې په کابل، بلکې په نورو ولایتونو کې هم خلک له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.
د ننګرهار اوسېدونکي نصیر احمد او اسماعیل احمدزی وایي، د برېښنا پرچاوي له ستونزو سره مخ کړی او داسې وخت ورځي چې اړتیا ورته کمه وي.
«حکومت باید د برېښنا د تولید لپاره په کور دننه پر لویو پرژو کار پیل کړي، تر څو ګاونډیو هېوادونو ته مو اړتیا کمه شي او خلک هم د برېښنا له دوامداره پرچاوۍ او ستونزو څخه خلاص شي.»
«د برېښنا ستونزې سخت اندېښمن کړي یو، ټوله ورځ په دوکانونو او شرکتونو کې برېښنا نه وي، د خلکو پر کاروبار یې منفي اغیز کړی، هیله لرم چې مسولین یاده ستونزه ژر حل کړي.»
ومو غوښتل چې په دې اړه د برېښنا شرکت د مسولینو تازه نظر هم له ځانه سره ولرو، خو بریالي نه شوو.
بلخوا، د دغه شرکت پر ټوېټرپاڼه تازه لیکل شوي چې د ازبکستان هېواد ۲۲۰کیلوولټه برېښنا د تخنیکي ستونزو له کبله د اوس لپاره پرې شوې او د رغېدو لپاره یې هڅې روانې دي.
خو هېوادوال بیا د تخنیکي ستونزو د بنسټیز حل او پرچاویو مخنیوي غوښتنه کوي.
تر دې مخکې هم د ژمي په رارسېدو سره د کابل او ولایتونو برېښنا د بېلابېلو عواملو له کبله پرېکېده چې هېوادوالو او صنعتکارانو ته یې پراخه زیانونه اړول.
خو وبه لیدل شي چې برېښنا شرکت هېوادوالو ته د بشپړې برېښنا برابرېدو په برخه کې څه کولی شي؟ هغه پوښتنه چې لاهم بې ځوابه پاتې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA