ads

ایا بین الافغاني مذاکرات بیا پیلېدونکي دي؟

د افغانستان د ملي دفاع سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد د شنبې په ورځ د یوه لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ متحده عربي اماراتو ته سفر وکړ. هم مهاله پخواني جمهور رییس حامد کرزي هم د اسلامي امارت واک ته له رسېدو وروسته لومړی سفر وکړ چې ویل کېږي، نوموړی به لومړی اماراتو او بیا جرمني ته ځي.

فضل هادي حمیدي
13 لیندۍ 1401
ایا بین الافغاني مذاکرات بیا پیلېدونکي دي؟

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام وېسټ هم د جاپان، هند او متحده عربي اماراتو په سفر بوخت دی.
ویل کېږي چې د دغو چارواکو سفرونه یو له بل سره تړاو لري او کېدای شي افغانستان کې د شته ستونزو په تړاو سره خبرې اترې هم وکړي.
خو د چارو کارپوهان بیا په دې اړه په دوه ډلو وېشل شوي دي.
د سیاسي چارو کارپوه سیداکبر آغا وایي، دا سفرونه له یو بل سره تړاو نه لري، نوموړی زیاتوي چې که د دغو چارواکو ترمنځ د لیدنو او کتنو پلان وی، نو بیا به د ملي دفاع د سرپرست وزیر پرځای د بهرنیو چارو وزارت چارواکو سفر کاوه: «زما په نظر دا یوه تصادفي سلسله ده او دا یوه ترتیب شوې سلسله نه ده چې دوی به په یو او بل سره خبر وي او بیا به سفر کوي، بل اسلامي امارت داسې کړنې نه کوي چې هغه په پټه ترسره کړي، هغوی ټولې چارې ښکاره مخته وړي، نو دا سفرونه چې هم مهاله دي دا زه یو تصادف بولم.»
خو د سیاسي او نړیوالو چارو بل کارپوه ډاکټر معین ګل څمکنی وایي، د مولوي محمد یعقوب، حامد کرزي او ټام وېسټ سفرونه هغه هم اماراتو ته سره تړاو لري او دا یو پلان شوی پروګرام دی.
نوموړی وایي، دا د دوحې د تړون پربنسټ بین الافغاني مذاکرات دي چې د افغانستان د روان حالت او ورته د یوې حل لارې پیدا کولو پر سر د متحده عربي اماراتو د چارواکو په منځګړيتوب سره بحثونه کوي:
«د امریکا ځانګړی استازی ټام وېسټ هم په اماراتو کې دی او دوی ټول پر افغانستان بحثونه کوي، دوی ټول شاید په داسې یو جوړجاړي بحث وکړي چې د افغانانو لپاره ټول منلی وي، نو له شک پرته دا ټول پلاوي د یوه پروګرام لپاره متحده عربي اماراتو ته تللي دي.»
په دې اړه مو وغوښتل چې د اسلامي امارت نظر هم واخلو، خو له پرلپسې هڅو سره سره ونه توانېدو.
افغان چارواکي په داسې حال کې له خلیجي هېوادونو سره د اړیکو پیاوړي کولو په هدف اماراتو ته سفر کوي چې اسلامي امارت د نړۍ له ګڼو هېوادونو سره تعاملات لري، خو لاهم د شاوخوا یو نیم کال په تېرېدو سره هېڅ هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی او نړیوال هم د ښځو او بشر حقونه او پراخ بنسټه حکومت د اسلامي امارت په رسمیت پېژندلو لپاره مهم شرطونه یادوي، خو اسلامي امارت وایي چې حکومت یې پراخ بنسټه دی، بشري او د ښځو حقونه هم د اسلامي شریعت په چوکاټ کې خوندي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA