ads

اماراتو ته تازه سفرونه

د ملي دفاع سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد تېر ورځ ناوخته د یو پلاوي په مشرۍ عربي متحده اماراتو ته تللی دی.

محمدخان بریال
13 لیندۍ 1401
اماراتو ته تازه سفرونه

له دفاع وزارت څخه پرون ناوخته په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې مولوي محمد یعقوب مجاهد به په دغه سفر کې د یاد هېواد له مشرانو او هلته له مېشتو افغانانو سره وګوري.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، د دغه سفر هدف له خلیجي هېوادونو سره د افغانستان د سرپرست حکومت د اړیکو پیاوړي کول دي او په وینایې، د دفاع سرپرست وزیر به په اماراتو کې له مېشتو افغانانو او د دغه هېواد له چارواکو سره هم پر بېلابېلو مسایلو بحثونه وکړي.
بلخوا، ویل کېږي چې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام ویسټ به هم عربي متحده اماراتو ته سفر وکړي.
نوموړي وړمه ورځ په جاپان کې د دغه هېواد له مسوولینو سره د افغانستان په تړاو خبرې کړې وې او تمه دا وه چې تر دغه سفر وروسته اماراتو ته هم ولاړ شي.
له دغو سفرونو سره پر یو وخت د لومړي ځل لپاره پخوانی جمهور رییس حامد کرزی هم په بهرني سفر وتلی دی.
که څه هم د نوموړي د سفر په تړاو ډېر جزیات نه دي ورکړل شوي، خو په ټولنیزو رسنیو کې ویل شوي چې حامدکرزي اماراتو ته سفر کړی او په پام کې ده چې هلته له مېشتو افغانانو او نورو مسوولینو سره لیده کاته وکړي.
دا لومړی ځل دی چې د اسلامي امارت له راتګ وروسته کرزي ته له هېواد څخه بهر د تللو اجازه ورکول کېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA