ads

په تېر حکومت کې د ولسي جرګې مرستیال هېواد ته راستون شو

له افغان شخصیتونو سره د تماس کمېسیون وایي، د یاد کمېسیون په هڅو د ولسي جرګې پخوانی مرستیال نجيب الله ناصر هېواد ته راستون شوی.

شېرشاه عزیزي
12 لیندۍ 1401
په تېر حکومت کې د ولسي جرګې مرستیال هېواد ته راستون شو

د یاد کمېسیون پر ټوېټرپاڼه لیکل شوي چې ګڼ شمېر نورو کسانو هم د دغه کمېسیون فورمې تر لاسه کړې او په نږدې راتلونکې کې به بیرته هېواد ته راستانه شي.
دا په داسې حال کې ده چې دوې ورځې وړاندې د افغانستان د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې مشر ډاکټر نجیب الله شریفي هم د یاد کمېسیون له لارې له دوبۍ څخه خپل هېواد ته راستون شوی و.
د دغه کمېسیون له پیل څخه بیا تر اوسه تر ۴۰۰ډېر کسان هېواد ته راستانه شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA