امنیت شورا دا اندېښنه په سمنګان ولایت کې په یوه دیني مدرسه کې د تېر چهار شنبې ورځې د چاودنې په غبرګون کې څرګنده کړې چې لسګونه ماشومانو ته په کې مرګ ژوبله واوښته.
د امنیت شورا لخوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې ترهګري د افغانستان او نړۍ لپاره ستر ګواښ دی او زیاتوي چې د سمنګان ولایت د وروستۍ پېښې عاملین باید د قانون منګلو ته وسپارل شي.
افغانستان لپاره د ملګروملتونو مرستندویه دفتر یوناما ویلي وو چې په دې چاودنه کې ۱۹ تنه وژل شوي او ۲۳ تنه نور ټپیان شوي دي.
تراوسه د دې چاودنې مسوولیت کوم چا یا ډلې پهغاړه نه دی اخیستی.