ads

د څه باندې درې ميليونه افغانانو بېځايه کېدل

د کډوالو عالي کمېشنري وايي، په افغانستان کې درې ميليونه او ۴۰۰زر کسان له خپلو اصلي مېنو بې‌ځايه شوي، چې تر نیمایي ډېرې یې ښځې او نجونې دي.

محمدخان بریال
12 لیندۍ 1401
د څه باندې درې ميليونه افغانانو بېځايه کېدل

یادې ادارې پرون ناوخته پر ټوېټرپاڼه لیکلي چې جبري بې‌ځایه کېدل د ښځو او نجونو پر وړاندې د تاوتریخوالي د ګواښ جدي کېدو سبب کېږي او په وینا یې، اوس یې وخت دی چې له بشري حقونو د سرغړونې دغه لړۍ ودرول شي.
که څه هم یادې ادارې په کور دننه د دومره کسانو د بېځایه کېدو نور علت نه دی ښودلی، خو لیدل کېږي چې په هېواد کې وچکالي، بې روزګاري او لوږه هغه عوامل دي چې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې کورنۍ ورسره مخ دي.
د یادونې ده چې د نوامبر میاشتې ۲۵مه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي له منځه وړلو نړیواله ورځ هم وه.
له هغې نېټې راهیسې د دې ستونزې د حل لپاره ۱۶ ورځنی کمپاین روان دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA