د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناءالله ادعا کړې چې د پاکستاني طالبانو تحریک (ټيټيپي) د خپلو بریدونو لپاره، د افغانستان خاوره د دوی پر ضد کاروي.
نوموړي پرون اسلاماباد کې یوه خبري کنفرانس ته ویلي چې د کویټې د ځانمرګي برید مسوولیت چې تحریک طالبان پاکستان اخیستی، د اندېښنې وړ خبره ده.
تېره ورځ د بلوچستان په کویټه ښار کې یوه ځانمرګي برید کې څلور کسان ووژل شول او ۲۰ نور ټپیان شوي وو د دغه برید مسولیت د تحریک طالبان پاکستان ډلې پرغاړه اخیستی وو.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر زیاته کړې د ټيټيپي مشران او له پنځو تر شپږو زرو غړي یې په افغانستان کې پټ دي او دغه خاوره د پاکستان پر ضد کاروي.
د نوموړي په وینا، د افغانستان سرپرست حکومت له نړۍوالو سره ژمنه کړې چې خاوره به یې د نورو هېوادونو پر ضد نه کارول کېږي، خو اوس داسې کېږي.
هغه وایي، که کابل له نړۍ سره تعامل کول غواړي، نو بیا له نړۍوالو سره پر خپلو ژمنو عمل وکړي.
اسلامي امارت د پاکستان د کورنیو چارو وزیر پر دې څرګندونو کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو تر دې مخکې د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې هېواد یې د بل هېڅ هېواد پر ضد نه کارول کېږي او نه هم په افغانستان کې ترهګرې ډلې شته.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ