ads

له یوه مرګوني برید څخه دګلبدین حکمتیار روغ وتل

له یوه مرګوني برید څخه دګلبدین حکمتیار روغ وتل

Shersha azizi
11 لیندۍ 1401
له یوه مرګوني برید څخه دګلبدین حکمتیار روغ وتل

د حزب اسلامي ګوند وایي چې د یاد ګوند مشر ګلبدین حکمتیار له یوه مرګوني بریده روغ وتلی

د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي په یوه اعلامیه کې چې د دغه ګوند اړوند د شهادت ورځپاڼې په ټویټر خپره شوې ویلي، د حزب اسلامي په مرکزي دفترکې دوو تنو وسله والو برید وکړه چې دواړه برید کوونکي له منځه وړل شوي.

اعلامیه زیاتوي چې، د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار په ګډون د ګوند هیڅ چارواکي ته زیان نه دی رسېدلې او وایي چې په برید کې د حکمتیار دوه ساتونکي ټپیان شوي دي.

خو حزب اسلامي ته یوې سرچینې ویلي چې حمله کوونکو غوښتل هغه جومات ته ځان ورسوي او هلته موټر بم برید وکړي چې هره جمعه په کې ښاغلی حکمتیار د جمعې د لمانځه امامت کوي، خو هدف ته تر رسېدو وړاندې له پښو وغورځول شول.

اسلامي امارت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA