ads

حنا رباني او مل پلاوي له امیرخان متقي سره وکتل

کابل ته د پاکستان یو پلاوي د سې شنبې په ورځ سفر وکړ چې له افغان چارواکو سره یې په بېلابېلو مسایلو خبرې اترې وکړې.

فضل هادي حمیدي
8 لیندۍ 1401
حنا رباني او مل پلاوي له امیرخان متقي سره وکتل

د یاد پلاوي مشري په بهرنیو چارو کې د پاکستان د دولت وزېرې حنا رباني کهر کوله او د یاد پلاوي په جوړښت کې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمدصادق خان، په کابل کې د پاکستان شارژدافیر عبیدالرحمن نظاماني او ځینو نورو پاکستاني چارواکو ونډه درلوده.
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیااحمد تکل وایي، د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي له پاکستاني پلاوي سره وکتل او په پاکستان کې د کډوالو د ستونزو په ګډون په مختلفو سیاسي، اقتصادي او دوه اړخیزو همکاریو یې خبرې وکړې.
تکل وایي، د دواړو لورو ترمنځ د مختلفو مسایلو او فرصتونو د څېړلو او دوه اړخیزو همکاریو لپاره د ګډو مېکانېزمونو په جوړولو هوکړه وشوه:
«متقي صاحب په پاکستان کې د افغان بنديانو د خلاصون، یو بل هیواد ته د مسافرو د تلو راتلو، په لارو د اوښتو په برخه کې د سهولتونو د را منځته کولو، د تجارت او ترانزيټ په برخه کې د پرمختګ او چټکتیا په اړه پاکستاني لوري ته یادونې وکړې.
همداراز یې د ټاپي، ټاپ، اورګاډي د لین او نورو لویو پروژو پیل کولو ته امادګي وښوده، د سیاسی اړیکو، اقتصادي ودې او امنیت په اړه یې د اسلامي امارت موقف څرګند کړ.»
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال زیاته کړه چې په بهرنیو چارو کې د پاکستان د دولت وزېرې حنا رباني کهر هم افغان لوري ته د هر ډول همکاریو او شته ستونزو د حل ډاډ ورکړ: «پاکستاني پلاوي په پاکستان کي د افغان کډوالو سره د ښه سلوک، د تګ راتګ په لارو او د ویزو په برخه کې د ستونزو د حل په باب د همکاریو ژمنه وکړه او زیاته یې کړه چې له افغانستان سره د تجارت او ټرانزیټ د پیاوړتیا او پراختیا په هکله به لازم ګامونه پورته کړي. حنا رباني کر وویل، دا چې افغانستان او پاکستان دوه مسلمان همسایه هیوادونه دي او کلتوري مشترکات هم سره لري نو د دواړو هیوادونو حکومتونه باید یو بل سره همکاري وکړي او دوه اړخیزې عامه ګټې خوندي وساتي.»
خو د سیاسي چارو کارپوه عبدالواسع قانع وایي، پاکستان تل له افغانستان سره دوه مخی سیاست لوبولی او باید افغان حکومت هم له دغه هېواد سره په تعامل کې خپلو ګټو ته ډېره پاملرنه وکړي: «په تېرو څه باندې څلورو لسیزو کې دا معلومه شوې ده چې پاکستان له افغانستان سره دوه مخی سیاست کوي، په دې کې نور څوک شک نه لري، نو دا د افغان چارواکو مسوولیت دی چې له پاکستان سره داسې تعامل وکړي چې که هغوی خپلې ګټې لټوي، موږ باید خپلې ګټې خوندي کړو.»
د یادولو وړ ده چې پاکستانی پلاوی په داسې حال کې کابل ته راځي چې په دې وروستیو کې په هغه هېواد کې د افغان کډوالو نیولو او ځورولو زور اخیستی او دغه راز په دې وروستیو کې د دواړو هېوادونو د سرحدي ځواکونو ترمنځ د ډیورنډ پر فرضي کرښې هم څو ځله نښتې رامنځته شوې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA