ads

سیاسي تعامل څومره اړین دی؟

د اسلامي امارت چارواکو له نړیوالو مشرانو او استازو سره تل پر مثبت سیاسي تعامل او اړیکو پر ښه کولو ټینګار کړی دی.

فضل هادي حمیدي
7 لیندۍ 1401
سیاسي تعامل څومره اړین دی؟

تازه د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د اروپایي ټولنې له شارژافېرې مېرمن رافائلا ایوبیا سره کتلي او پر مثبت تعامل یې ټینګار کړی دی.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال په ورته وخت کې د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې د ځانګړي استازي توماس نیکلاسن وروستیو څرګندونو ته اشاره کړې او ویلي یې دي چې دا څرګندونې د اړیکو د خرابوالي لامل کېږي او باید ترې ډډه وشي.
د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې د ځانګړي استازي توماس نیکلاسن په لوګر کې د ۱۴ تنو په درو وهلو پر سزا نیوکه کړې وه او هغه یې ظالمانه سزا بللې وه.
خو پوښتنه دا ده چې ولې اسلامي امارت د یونیم کال په تېرېدو، سره له دې چې له نړیوالو سره یې پر سیاسي تعامل او د اړیکو پر ښه کېدو ټینګار درلود، خو لاهم د رسمي اړیکو په ټینګولو نه دی توانېدلی.
د سیاسي چارو کارپوه فضل الرحمن اوریا له افغانستان سره د نړیوالو د تعامل نه کولو او پر افغانستان د بندیزونو لګولو علت، د افغانستان پر سر د نړیوالو ترمنځ رقابتونه یادوي:
«ګڼ شمېر لوبغاړي یو له بل سره متضادې لوبې کوي او رقابت کوي، دا رقابتونه په جدي توګه د افغانستان په سیاسي حریم کې روان دي، له بده مرغه دا نړیوال لوبغاړي لاهم نه دي توانېدلي چې د افغانستان په اړه په یوه خوله شي او د افغانستان په اړه خپلو ناسالمو سیالیو ته دوام ورکوي.»
اوریا همداراز زیاتوي چې د افغانستان اوسنی حکومت باید خپله بهرنۍ پالیسي د بهرنیو چارو وزارت له لارې تنظیم او ترتیب کړي:
«په بهرني سیاست کې باید سرې، زېړې او شنې کرښې مشخصې شي، د هغه ترڅنګ په کور د ننه هم یو لړ اصلاحات رامنځته شي، د بېلګې په توګه د نجونو د ښوونځیو پرانیستل او نور.
بل هغه ټکی چې باید له پامه ونه غورځول شي دا دی چې د افغانستان اوسنی حکومت د بېلابېلو هېوادونو له استازو سره جلا جلا ناستې او لیدنې کوي او له دغو هېوادونو سره د تعاملاتو رامنځته کولو په هڅه کې دی چې تر یوه بریده بریالی هم و.»
بلخوا د سیاسي چارو بل شنونکی سیداکبر آغا بیا له نړیوالو سره د افغانستان د تعامل لپاره داسې وړاندیز کوي: «غوره ده چې په کور د ننه یوالی او اتفاق رامنځته شي، ځکه په دې صورت کې بیا بهرنیان اړ کېږي چې زموږ سره تعامل وکړي، که داسې ونه کړو نو بیا به موږ مجبور وو چې د اړیکو ټینګولو لپاره هغوی ته عذر او زارۍ وکړو.»
یو شمېر نورو سیاسي شنونکي بیا دې مسلې ته له بل اړخه ګوري.
د هغوی په خبره د افغانستان په رسمیت پېژندلو موضوع، د هېواد له وضعیت او کورنیو ستونزو سره تړاو لري او اسلامي امارت اړ دی چې هغه ستونزې حل کړي چې په نړیواله کچه د اسلامي امارت دریځ کمزوری کولای شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA