ads

په کابل کې دوه تنه د قتل په تور نیول شوي

د کابل امنیه قومنداني د دولسمې امنیتي حوزې په اړونده سیمه کې د قتل په تور د دوو تنو د نیول کېدو خبر ورکوي.

کامران احمدزی
6 لیندۍ 1401
په کابل کې دوه تنه د قتل په تور نیول شوي

د امنیه قومندانۍ د دولسمې حوزې جنايي مدیر عبدالودود مسافر وايي، یادو کسانو د احمدشا بابا مېنې په ۱۳ بلاک کې یو هېوادوال وژلی او موټر یې ترې اخیستی و، چې تېره ورځ د پولیسو له لوري نیول شوي دي.
په همدې حال کې له یادې قومندانۍ څخه په یوه جلا خبرپاڼه کې د ښار د ۱۵مې حوزې اړوند د یو اندازه نشه‌يي توکو او یو میل وسلې د نیولو خبر ورکړل شوی دی.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، په دې تړاو یې یو تن هم نیولی چې پر خپل جرم یې اعتراف کړی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA