د سوریې ډیموکراټیکو ځواکونو قوماندان مظلوم عابدي د شنبې په ورځ یو خبري کنفرانس ته ویلي چې د سوریې په شمالي برخو کې له یوې اوونۍ بمبار وروسته، اوس ترکیه په دې سیمه ځمکنیو عملیاتو ته چمتووالی نیسي.
نوموړي ویلي چې د ترکیې په هوايي بریدونو کې د دوی زیربناوو ته لوی زیان اوښتی.
عابدي زیاته کړې چې د ترکیې له دغه اقدام وروسته، دوی اړ شوي چې د داعش خلاف عملیات ودروي.
هغه په خپلو خبرو کې ویلي، په استانبول کې د نومبر پر ۱۳مه نېټه له چاودنې وروسته، ترکیه غواړي چې د سوریې په شمالي برخو کې د کردي وسله والو پر وړاندې عملیات وکړي.
د نومبر په ۱۳مه نېټه د ترکیې په استانبول کې چاودنه وشوه چې لسګونه کسانو ته یې مرګ ژوبله واړوله.
کردي وسله والو په یاد برید کې لاس درلودل رد کړي وو.