ads

د کابل په ۲۲ناحیو کې په ارزانه بیه سکاره

د کابل ښاروالۍ مسوولین وايي، د ژمي لپاره یې د کابل اوسېدونکو ته د ښار په ۲۲ ناحیو او ۳۲ بېلا بېلو مرکزونو کې د ډبرو سکاره ځای پر ځای کړي او خلک کولی شي چې یو ټن په نهه زره افغانۍ وپېري.

اسلام الدین احمدي
6 لیندۍ 1401
د کابل په ۲۲ناحیو کې په ارزانه بیه سکاره

د کابل ښاروالۍ ویاند نعمت الله بارکزي د شنبې په ورځ کلید راډیو ته وویل، ټولو لګښتونو ته په کتو د ډبرو سکرو د یو ټن بیه نهه زره افغانۍ ټاکل شوې ده.
نوموړي همدارنګه زیاته کړه چې د دغو سکرو د ټاکل شوې بیې د لا راټیټېدو لپاره هم هڅې روانې دي.
«په دې سکرو کې د سوداګرۍ او قاچاق مقصد نشته او یوازې د دولت له خوا د مرستې په توکه دا کار شوی. څوک نه شي کولای چې دغه سکاره د سوداګرۍ په توګه استعمال کړي موږ د څارنې لپاره منظم پلان لرو.»
کابل ښاریان له یاد اقدام څخه هرکلي کوي، خو وايي چې یاد سکاره د هېواد تولید دی او په کار ده چې بیې یې تر دې هم راکمې شي.
د کابل اوسېدونکی احمد جان د ښاروالۍ دغه کار نېک اقدام ګني، خو د خلکو خراب اقتصادي وضعیت ته په کتو له حکومته غواړي چې د سکرو بیې دې تر دې هم راکم کړي.
«د خلکو اقتصادي حالت ښه نه دی، کار روزګار نشته او ډېری خلک له بې کارۍ ځورېږي. له اسلامي امارت نه غوښتنه کوم چې د سکرو بیه له ۹ زرو ۵ یا شپږو زرو ته راکم کړي ډېر به ښه شي.»
د کابل ښار بل اوسېدونکي جواد هم د شپږمې ناحیې اړوند مرکز ته راغلی او له اسلامي امارت څخه غواړي چې د ځای پر ځای شویو سکرو بیې نورې هم راټیټې کړې.
«له اسلامي امارت نه غوښتنه کوم چې د ډبرو سکرو بیې نورې هم راکمې کړي، ځکه دا سکاره د هېواد تولید دی او له بل هېواد څخه نه راځي. د افغانانو اقتصاد خراب دی، نو په کار ده چې قیمت یې تر دې هم راکم شي.»
د کابل ښار څلورمې ناحیې اوسېدونکی خالد وایي:
«نن راغلي یم، چې سکاره واخلم، خبر شوم چې ټن په نهه زره افغانۍ پلورل کېږي، خو اوس هم دا بیه لوړه ده. په کار ده چې پنځه یا شپږ زره ته راټیټ شي، چې هر څوک یې د اخیستلو وس ولري.»
دا په داسې حال کې ده چې اوسمهال په هېواد کې د نورو اقتصادي ستونزو تر څنګ چې هېوادوال ورسره مخ دي، د سون توکو کمښت هغه مسله ده چې ډېری هېواوال یې اندېښمن کړي دي.
هغوی له حکومت او نړیوالې ټولنې غواړي چې د دوی د لاس نیوي لپاره لا ډېرې هڅې وکړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA