یاده لوبه به د افغانستان پر وخت یوه نیمه بجه پیل شي.
د دغو سیالیو په لومړۍ لوبه کې افغان لوبډلې سریلانکا ته په ۶۰ منډو ماتې ورکړې وه.
دا د ۲۰۲۳ میلاد کال پنځوس اوریز نړیوال جام ته د ورتګ لپاره د کوالیفای پړاو سیالۍ دي.
افغانستان اوس مهال په دغو سیالیو کې ۱۳ لوبې کړې چې ټولې ۱۱۰ نومرې لري.
افغان لوبډله اوس مهال د ۱۳ لوبډلو له منځه په اووم مقام کې ځای لري.