ads

ارجنټاین لوبډلې مکسیکو ته ماتې ورکړه

د ۲۰۲۲ میلادي کال د فوټبال نړیوال جام په لوبو کې تېره شپه ارجنټاین لوبډلې مکسیکو ته ۲ د صفر په مقابل کې ماتې ورکړه.

کامران احمدزی
6 لیندۍ 1401
ارجنټاین لوبډلې مکسیکو ته ماتې ورکړه

په دې لوبه کې د ارجنټاین لوبډلې د لوبې په دویمه نیمايي کې دوه ګولونه ترسره کړل.
یادې لوبډلې په تېره لوبه کې له سعودي عربستان څخه ماتې خوړلې وه او که د چهارشنبې په ورځ خپله راتلونکې لوبه له پولنډ وګټي، نو ۱۶ غوره لوبډلو په ډله کې به پاتې شي.
ټاکل شوې چې نن جاپان له کوستاریکا، بلجیم له مراکش، کروشیا له کاناډا و جرمني له اسپانیا سره سیالۍ وکړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA