ads

په کونړ کې پر رغنیزو پروژو د کار دوام

د کونړ ولایتي چارواکي وایي، د دغه ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې یو شمیر رغنیزې پروژې تر کار لاندې دي.

جان اغا صالح
5 لیندۍ 1401
په کونړ کې پر رغنیزو پروژو د کار دوام

مسولین وایي، په دغو پروژو کې هغه ولسوالۍ هم شاملې دي چې په تېرو کلونو کې د بیارغونې په برخه کې له پامه غورځول شوې وې.
د کونړ ولایت مالي او اداري مدیر ابراهیم شاهین وایي، په یادو پروژو کې کلیوالي سړکونه، استنادي دېوالونه، د کانالونو کیندل او نورې بنسټیزې پروژې شاملې دي.
شاهین زیاته کړه:
«د کونړ په ګڼ شمیر ولسوالیو کې په یو شمیر رغنیزو پروژو کار روان دی، چې په کې استنادي دېوالونه، کانالونه، فرعي سړکونه او نورې مهمې پروژې شاملې دي او یادې پروژې په هغه ولسوالیو کې پیل شوي چې په تېرو کلونو کې ورته د بیارغونې په برخه کې کار نه و شوی.»
د کونړ د کرنې ریس عزت الله هدایت وایي، اوسمهال د دغه ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د اوبو پر څلورو کانالونو کار پیل شوی، چې د چارو په بشپړیدو سره به یې زرګونه جریبه ځمکه خړوبه شي.
هدایت زیاته کړه:
«د کونړ په وټه‌پور او یو شمېر نورو ولسوالیو کې پر څلورو کانالونو کار پیل شوی، چې د کارونو په بشپړیدو سره به زرګونه جریبه ځمکه خړوبه شي او هم د دې پروژو په پیل سره زرګونه کسانو ته دکار زمینه برابره شوې او لا هڅه کې یو چې ورته نورې پروژې پلې کړو.»
کونړ میشتي هم پر پیل شویو رغنیزو پروژ خوښ دي او له حکومت او نورو مرستندویه ادارو د دغه ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د ورته رغنیزو پروژو د پیل غوښتنه کوي.
د کونړ دوه اوسیدونکی عبیدالله او احمدشاه ټینګار کوي چې دغه پروژې دې د کیفیت له اړخه په اساسي توګه ترسره شي چې د اوږد مهال لپاره ترې ګټه واخلي.
«موږ ډېر زیاته خوشاله یو چې په کونړ ولایت کې رغنیزو پروژو کار پیل شوی او په دې کې زیاتو خلکو ته دکار زمینه برابره شوې، خو له حکومت غوښتنه کوو چې دا ډول نورې د بیارغونې پروژې دې هم پلې کړي؛ چې خلکو ته د کار زمینه برابره شي او هم دې د کیفیت له اړخه اساسي ترسره شي.»
د کونړ عام خلک شکایت کوي چې د رغنیزو پروژو په برخه کې قراردادي شرکتونه دحکومت د نه څار له امله د پروژو د پلي کېدو پر مهال له بې کیفیته توکو ګټه اخلي، چې له کبله یې رغنیزې پروژې ډېر دوام نه کوي.
دوی د اسلامي امارت له چارواکو غوښتنه کوي چې د رغنیزو پروژو د تطبیق پر مهال دې څارنه زیاته کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA