ads

په ډنډپټان کې د زده کوونکو د کلنیو ازموینو ځنډ

د پکتیا په ډنډپټان ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او پاکستاني ملېشو ترمنځ د رامنځ ته شوې جګړې له کبله، ټول ښوونځي تړل شوي او د شاوخوا ۴۰۰۰ زده کوونکو کلنۍ ازموینې هم ځنډول شوې دي.

بصیر یاد
5 لیندۍ 1401
په ډنډپټان کې د زده کوونکو د کلنیو ازموینو ځنډ

د ډنډپټان ولسوالۍ د پوهنې مدیریت مسولین وايي، د جګړې له کبله اته لېسې او ابتدایه ښوونځي تړل شوي او ترڅنګ یې اووه دیني مدرسې هم تړل شوې، چې ازموینې او درسونه یې ځنډیدلې دي.
د ډنډپټان ولسوالۍ د پوهنې مدیر اصیل محمد واحیدیار ویلي چې د اسلامي امارت او پاکستاني ملېشو ترمنځ د نښتو له کبله په سیمه کې د ښوونځیو د ۴۳۲۷ زده کوونکو ازموینې ځنډېدلې او په وینا یې، د مدرسو د ۱۵۰۰ زده کوونکو زده کړې هم پاتې شوې دي.
نوموړي زیاته کړې چې د کلنیو ازموینو د ځنډېدو پرېکړه یې وروسته له هغې وکړه چې په یاده سیمه کې د پاکستاني ملېشو له‌ خوا د ملکیانو پر کورونو بریدونه وشول او له کبله یې سلګونه کورنۍ بې ‌ځایه شوې:
«دا څو ورځې کېږي چې، دلته د جنګ مساله رامنځ ته شوې ده تقریباً اته ښوونځي تراوسه معطل دي او د دې ترڅنګ اووه مدرسې هم بند دي، د مکاتبو او مدرسو تقریباً ۶۰۰۰ شاګردان له درسونو پاتې دي او امتحان هم په ټپه ولاړ دی.»
په دغه ولسوالۍ کې د پټان لیسې سرښوونکي عزیز یارکش وویل، د جکړې له کبله د بې‌ ځایه شویو کورنیو په زرګونو ماشومان نورو سیمو ته تللي او دوی اړ شول چې کلنۍ ازموینې وځنډوې، څو زده کوونکي زیانمن نه شي:
«د دې شخړې له وجې زموږ ډېرې کورنۍ نورو سیمو ته ګډه شوې، زده کوونکي ماشومان هم په کې تللي دي، نو د دې لپاره چې زده کوونکي زیانمن نه شي ښوونځی رخصت شو.»
ورته مهال په ډنډپټان ولسوالۍ کې یو‌ شمېر زده‌ کوونکي د اسلامي امارت له حکومت غوښتنه کوي چې د ډیورنډ پر کرښه له پاکستان سره رامنځ ته شوې ستونزه دې د خبرو له لارې حل کړي.
د ډنډپټان د یوه ښوونځي دوه تنه زده کوونکي سیدرحیم او ګل رسول وايي، د جګړې له کبله ډېر شمېر زده کوونکي نورو سیمو ته تللي، ښوونځي تړل شوي او ازمویني ځنډیدلې دي او په وینا یې، ښوونځي یې باید ژر تر ژره بېرته پرانېستل شي:
«امتحانونه وو، د جنګ له وجې نه یو راغلي قومي مشرانو او حکومت څخه مو دا هیله ده چې، دوی سره خبرې وکړي څو مساله حل شي او موږ زده کړو ته دوام ورکړو.»
«دلته ډېر زده کوونکي دي تقریباً پنځه، شپږ زره شاګردان دي چې، امتحانونه یې شروع دي، خو محروم پاتي شوي دي. ډېرې کورنۍ وتلي دي څوک نشته او همدا لامل دی چې، زده کوونکي له امتحان څخه پاتې شول.»
د یادولو ده، چې په سیمه کې له تېرې پنجشنبې راهیسې د دواړو غاړو ولسونو لخوا پر ډېورېنډ کرښه د رامنځته شوې شخړې د سوله ییز حل لپاره د جرګې جوړولو هڅې روانې دي.
د معلوماتو له مخې نن هم د دواړو غاړو ولسي استازي سره جرګه کیږي او هڅه کوي، چې یادې مسلې ته د حل یوه ولسي لاره پیدا کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA