له عامې روغتیا وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې لیدنه کې د روغتیايي خدمتونو په معیاري کولو، د روغیتايي پرسونل په ظرفیت لوړولو او نړیوال روغتیايي سازمان په غونډه کې د افغانستان د ګډون په اړه خبرې شوې دي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې ډاکټر تیدروس ویلي چې دوی به د افغانستان له روغتیايي سکټور سره خپلو همکاریو ته دوام ورکوی.
نوموړي دغه راز ژمنه کړې چې د روغتیايي خدمتونو د کتنې لپاره به افغانستان ته سفر کوي.
د یادونې وړ ده چې د عامې روغتیا سرپرست وزیر په یو روغتیايي کنفرانس کې د ګډون لپاره یاد هېواد ته تللی دی.