ads

د افغانستان سیاسي وضعیت کوم لورته روان دی؟

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو پخواني استازي کای آيډې په دغه هېواد کې روان وضعیت خواشینونکی بللی.

تاج ولي غورځنګ
5 لیندۍ 1401
د افغانستان سیاسي وضعیت کوم لورته روان دی؟

ناروېژی ډيپلومات کای آیډې چې د ۲۰۰۸ میلادي کال له مارچ میاشتې څخه بیا د ۲۰۱۰ میلادي کال تر مارچ میاشتې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت یا یوناما مشر او د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی و، له تقاعد پنځه کاله وروسته هم د افغانستان خبرونه څاري او خواشینونکې يې بولي.
هغه دا هم ویلي چې په افغانستان کې یو روغې جوړې ته رسېدل او د سیاسي شخړو حل د خبرو له لارې ناشونی دی.
د کای آیډې له څرګندونو سره هم‌مهاله د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي هرات ولایت ته د سفر پر مهال د افغانستان اوسنی وضعیت د ډاډ وړ بللی او زیاته کړې یې ده چې د افغانستان ټول ولس یې ملاتړ کوي.
«دنیا به اخر هم اسلامي امارت په رسمیت پېژني، سیاسي تعامل به کوي او راشه، درشه به کوي، خو که همداسې منظم پاتې شو، لکه دا اوس چې یو.»
خو دا چې بهرنیان ولې د افغانستان د اوسني وضعیت په تړاو دا ډول څرګندونو ته دوام ورکوي، د سیاسي چارو شنونکی ډاکټر معین ګل څمکنی وایي چې د افغانستان اوسنی او راتلونکی وضعیت د سیمې او نړۍ په زبرځواکونو پورې تړلی او په خبره یې، هر کله چې د دوی تر منځ د افغانستان پر مسئله یوه هوکړه وشي، حالت به ډېر ژر عادي شي.
«دلته د امریکا، روس، چین، هند او ټولې نړۍ زبرځواکونو سیالۍ روانې دي. دوی د افغانستان منابعو په سر جګړې کوي، کله چې دوی د افغانستان منابعو په اړه یوې پایلې ته ورسېدل، جګړه هم ورسره ختمېږي.»
د پوځي چارو شنونکی جنرال صادق شینواری بیا د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو پخواني استازي «کای آيډې» څرګندونو ته په اشارې وایي، دا ډول څرګندونې کولای شي چې په هېواد کې د خلکو تر منځ واټن رامنځته کړي.
«غوره به وي چې د افغانستان په اړه مثبتې څرګندونې وشي او یو سیاسي ډیالوګ رامنځ ته شي، ځکه دا ډول منفي څرګندونې لا فاصلې رامنځ ته کوي چې دا به د هېچا په ګټه نه ده.»
د روسیې جمهور رییس ویلادمیرپوتین هم د ډله ییز امنیت سازمان په غونډه کې ویلي چې لاهم له افغانستان څخه د دغه سازمان غړو هېوادونو امنیت ته ګواښ متوجه دی.
خو د اسلامي امارت سرپرست حکومت نړیوالو ته ډاډ ورکړی چې د افغانستان له خوا به دوی ته هېڅ ګواښ پېښ نه شي او له ټولو ګاونډیو هېوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA