ads

ترکیې د عراق په شمال کې د خپلو نظامیانو مړینه تایید کړه

د ترکیې دفاع وزارت منلې چې دوه نظامیان یې د عراق په شمال کې د عملیاتو پر مهال وژل شوي دي.

محمدخان بریال
5 لیندۍ 1401
ترکیې د عراق په شمال کې د خپلو نظامیانو مړینه تایید کړه

سرچینې زیاته کړې چې دغه کسان د کردستان ګارګران ګوند په برید کې وژل شوي دي.
ترکیه دغه ګوند ترهګر بولي.
ویل کېږي چې دغو دوو نظامیانو د سختو ټپونو له کبله ساه ورکړې ده.
د یادولو وړ ده چې ترکیې په اپرېل میاشت کې د عراق په کوردستان کې عملیات پیل کړي چې پر مهال یې ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA