د عدلیې وزارت وایي چې په کابل ولایت کې د غصب شویو ځمکو څېړنه د ملاتره خېل له ښارګوټي څخه پیلېږي.
د عدلیې وزارت لخوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د کابل، ننګرهار او زابل ولایتونو د ځمکې د غصب د مخنیوي او د غصب شوو ځمکو د تشخیص او تثبیت تخنیکي پلاوو چې اوس يې پر فعالیت پیل کړی په دوو تېرو ورځو کې يې خپلې غونډې او عملي کارونه پیل کړي.
سرچینې زیاته کړې، د کابل ولایت د ځمکې د غصب د مخنیوي په تخنیکي ناسته کې د غصب شوو ځمکو د تشخیص او تثبیت لپاره یو جدول جوړ شوی ترڅو په ډاګه شي چې د کابل ولایت په ښار او ولسوالیو کې څومره ځمکه غصب شوې ده.
په دې ناسته کې پرېکړه وشوه چې د کابل ولایت د غصب شوو ځمکو څېړنه د ملاتره خېل له ښارګوټي څخه پیل شي.
دغه ښار ګوټی د کابل د نهمې او ۲۱ حوزو اړوند د پلچرخي او بتخاک سیمه کې موقعیت لري.
دا په داسې حال کې ده چې په کابل ښار کې په زرګونه جریبه دولتي ځمکې د یو شمېر اشخاصو لخوا غصب شوي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ