ads

د روسیې د ولسمشر د څرګندونو په اړه د اسلامي امارت غبرګون

د روسیې د ولسمشر د څرګندونو په اړه د اسلامي امارت غبرګون

فضل الهادی حمیدی
4 لیندۍ 1401
د روسیې د ولسمشر د څرګندونو په اړه د اسلامي امارت غبرګون

د چهارشنبې په ورځ ناوخته د روسیې جمهوررییس ولادیمیر پوتېن د ډله ییز امنیت سازمان په غونډه کې وویل چې لاهم له افغانستان څخه د دغه سازمان غړو هېوادونو امنیت ته ګواښ متوجه دی.

خو د افغانستان د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د جمعې په ورځ کلید راډیو سره په خبرو کې وویل، داسې څرګندونې د هېوادونو ترمنځ بې باوري رامنځته کوي.

مجاهد زیاته کړه چې په تېر یوه کال کې د افغانستان له اړخه هېڅ هېواد ته زیان نه دی رسېدلی او یوه د داعش ډله ده چې هغه هم تر ډېره په افغانستان کې ځپل شوې ده.

مجاهد وایي، له داسې څرګندونو باید ډډه وشي او د اسلامي امارت پر ژمنو او تعهداتو باور وشي: «د افغانستان اسلامي امارت په کراتو دا ژمنه کړې او جدي ورته پابند دی چې د افغانستان له خاورې هېچاته ګواښ نه دی متوجه او نه هم موږ چاته اجازه ورکوو چې د افغانستان خاوره د بل چا پرضد وکاروي، افغانستان کې اوسمهال الحمدالله داسې کسان نه لرو چې کوم هېواد ته دې ګواښ پېښ کړي، داسې څرګندونې د هېوادونو ترمنځ د بې باورۍ فضا رامنځته کوي او د هېچا په ګټه هم نه دي، نو باید د اسلامي امارت ژمنو ته پاملرنه وشي او په تعهداتو یې باور وشي.»

په همدې حال کې د سیاسي او پوځي چارو کارپوهان هم دغه اندېښنې بې ځایه بولي او وایي چې د سیمې هېوادونه له دې لارې خپل اهداف ترلاسه کول غواړي.

د سیاسي چارو کارپوه عبدالواسیع قانع وایي، د افغانستان وضعیت د تېرو شلو کلونو په پرتله له امنیتي پلوه د پام وړ بدلون کړی او په خبره یې اوسمهال په افغانستان کې عملا هېڅ کومه ترهګره ډله فعالیت نه لري: «دوی غواړي په اسلامي امارت فشار راوړي چې د دوی ځینې غوښتنې ومني، دویم هدف یې دا دی چې غواړي د نړیوالو پام له خپلو ستونزو څخه بل لوري ته واړوي، د بېلګې په توګه په ایران کې ډېرې ستونزې دي چې نړیوال ورته ګوته نیسي، روسیه هم پر اوکراین د برید له کبله منزوي شوې او نږدې له ماتې سره مخ ده، نو دوی د نړیوالو د مصروفولو لپاره له افغانستان پرته بل ځای نه لري.»

د پوځي چارو کارپوه جنرال محمد طاهر یرغل هم دغه اندېښنې او څرګندونې بې ځایه بولي او وایي، د سیمې هېوادونه وېره لري چې که د افغانستان اړیکې له لوېدیځو هېوادونو سره نږدې شي نو له افغانستان څخه به د دوی لاس لنډ شي: «دا هسې خیالي څرګندونې دي، په دې وروستیو کې د اسلامي امارت د چارواکو او امریکایانو یو دوه لیدنې وشوې او رسنیو ته را ووتې، نو روسیې ته اندېښنه پیدا شوه چې د امارت اړیکې به له افغانستان سره سمې شي او هلته به بیا د دوی د پښې ځای نه وي.»

 د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې د سیمې د هېوادونو په ځانګړې توګه روسیې له خوا د افغانستان په اړه له اندېښنو ډکې منفي څرګندونې ډېرې شوې دي چې اسلامي امارت بیا بیا د سیمې هېوادونو ته ډاډ ورکړی دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA