ads

د بهرنیو ځواکونو په هوایي بریدونو کې د زیانمنوهلمندي کورنیو د غرامت غوښتنه

د بهرنیو ځواکونو په هوایي بریدونو کې د زیانمنوهلمندي کورنیو د غرامت غوښتنه

حضرت محمد روحاني
4 لیندۍ 1401
د بهرنیو ځواکونو په هوایي بریدونو کې د زیانمنوهلمندي کورنیو د غرامت غوښتنه

هلمند د هېواد په جنوب کې هغه پروت ولایت دی چې په تېرو شلو کلونو کې د جګړو او هوایې بریدونو تود ډګر پاتې شوی او ډېرې کورنۍ یې د ویر په ټغر کېنولې دي.

د هلمند مرکز لښکرګاه ښار شمالي څنډه کې هغه مېرمن چې د بریټانوي ځواکونو په هوايي بمباریو کې یې څلور غبرګ زامن په یوه ورځ له لاسه ورکړي دي وايي چې اوس یې د ۲۸کسیزې کورنۍ سرپرستي ۲۹کلن زوی محمد باران ته ور پاتې ده.

دغه په زړه سوری مېرمن د خپلو بچو د وژل کېدلو کیسه په ژړغوني غږ داسې بیانوي:

 ((د ګرشک په دوراهي باندې بریټانوي هوایي ځواکونو ورباندې برید وکړ او موږ یې د وجود ټوتې راټولې کړې اوس دغه ماشومان په وچه ډوډۍ لا نه دي ماړه، اخر موږ څه وکړو ژمی دی او څنګه یې ماړه کړو.))

باران چې د دغې لویې کورنۍ له‌پاره نفقه ګټي، وايي چې وروڼه یې کندهار ته د مزدورۍ له‌پاره تللي وو، خو د راستنېدو پرمهال په هوايي بمبار کې وژل کېږي.

((کله چې بېرته کور ته راستنېدل، د ګرشک ولسوالۍ په دوراهي کې د بریټانوي ځواکونو تر هوایې برید لاندې راغلل او ووژل شول.))

نوموړی وايي چې اوس د ټولو یتیمانو او کونډو سرپرستي ده ته ورپاتې دي او بل د ګټې وټې سړی نه‌لري.

(( تراوسه زما سره نه حکومت او نه مرستندویه خیریه بنسټونو مرسته کړې د ماښام لپاره لا هیڅ نه لرم .))

باران په ورته مهال پر حکومت او نړیوالې ټولنې غږ کوي چې په افغانستان کې دې د جګړې قربانیانو ته غرامت ورکړل شي.

بل لورته د همدغې کورنۍ کوچنی غړی احسان‌الله‌ په ژړغوني انداز کلید ته وویل:

 (( زه یتیم یم، اکاګان مې شهیدان شوه، دونه څوک نشته چې چپلکې او بوټان راته واخلي، هیڅ هم موږ نه لرو، موږ هرچاته لاس غځوو، خو څوک مرسته نه کوي.))

احسان‌الله چې ژړا ترې لوری ورک کړی و، وویل چې له دوی سره دې حکومت او نور خیریه بنسټونه مرسته وکړي.

د دغې کورنۍ یو ګاونډی ۶۰کلن صالح‌محمد وايي همدا چې له برید خبرېږي په بیړه د ګرشک دوراهۍ ته ورځي او په خبره یې له ډېرې وحشتناکې صحنې سره مخ کېږي.

 (( موږ ورغلو، د شهیدانو ټوټې مو راټولې کړې، هغه مو خاورو ته وسپارلې، د دغې کورنۍ یو سړی پاتې دی او کورنۍ شمېر یې ۳۰ تنو ته رسېږي، مګر هېڅ مرسته ورسره نه‌ده شوې، موږ هم وس نه‌لرو.))

دا یوازې د باران کورنۍ نه‌ده چې د خپلو عزیزانو په ویر کې ژاړي. د ناوې ولسوالۍ په تریخ نارو سیمه کې یوې بلې کورنۍ هم په یوه ورځ د خپلې کورنۍ درې تنه غړي له لاسه ورکړي چې دوه تنه یې ماشومان او یوه یې پیغله نجلۍ ده.

دوی هم  ادعا لري چې د کورنۍ غړي یې د بریتانوي ځواکونو په هوايي برید کړي وژل شوي. د دغې کورنۍ مشر چې صدام نومېږي، وايي:

(( دلته جګړه روانه وه، بریتانوي ځواکونو ورباندې هوایي برید وکړ، ۳تنه ووژل شوه، تراوسه مو غږ چا نه دی اورېدلی او نه کومه مرسته راسره شوې ده.))

بل لور ته د صدام مور بیا وايي چې بریټانوي ځواکونه باید دوی او د دوی په څیر نورو کورنیو ته غرامت او بدله ورکړي.

 (( تراوسه پورې هیڅ چا زموږ سره مرسته نه‌ده کړې. او بریټانیا هېواد زموږ ماشومان راشهیدان کړي، موږ ته دې تاوان راکړي او زموږ سره دې حکومت هم مرسته وکړي وضعیت مو سخت خراب دی.))

د تریخ نارو کلي یو اوسېدونکی عبدالکریم هم تاییدوي چې د دغې کورنۍ ماشومان د بریټانوي ځواکونو په هوايي بمبارۍ کې وژل شوي، خو په خبره یې نه تېر حکومت، نه اوسني حکومت او نه هم نړیوالو مرسته کړې ده.

 (( ۳ تنه یې په هوایي برید کې بریتانوي ځواکونو ور ووژل، خو تراوسه هیڅ چا ورسره مرسته نه‌ده کړې، وچکالۍ ځپلي دي، پکار دا ده چې هم حکومت او بریتانیا ورسره مرسته وکړي او یوڅه ورکړي. ))

د همدغې کورنۍ یو ۱۲کلن ماشوم سردارولي بیا داسې وايي:

 ((موږ په بد وضعیت کې یو، نه اوسني حاکم نظام، نه تېر نظام زموږ ږغ نه‌دی اورېدلی ترڅو زموږ لاسنوی وکړي.))

د هلمند ولایتي ادارې مسوولین بیا وایي، ډېرې نورې کورنۍ هم شته چې د بهرنیو ځواکونو په هوايي بریدونه کې زیانمنې شوې دي.

 د هلمند اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مرستیال مولوي محمد قاسم ریاض وايي:

 ((په دغه ولایت کې په زیات شمېر کورنۍ د بهرنیو ځواکونو په هوایي بمباریو کې زیان لیدلی، موږ هڅه کوو چې مرستندویه ادارې وهڅوو چې ورسره مرستې وکړي.))

دغه هلمندي کورنۍ داسې مهال د خپلو عزیزانو د غرامت غوښتنه کوي چې په دې وروستیو کې بریټانیا حکومت په افغانستان کې د ۶۴ماشومانو د وژلو پخلی کړی چې له دې ډلې د ۱۶کورنیو ته غرامت ورکول شوی دی. همداراز ویل چې کېږي ښايي بریټانوي ځواکونو په افغانستان کې ۱۳۵ډېر ماشومان د جګړې پرمهال وژلي وي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA