ads

په لوګر کې د چارواکو لخوا پر ۱۴ کسانو د شرعي حدد جاري کیدو پخلی

په لوګر کې د چارواکو لخوا پر ۱۴ کسانو د شرعي حدد جاري کیدو پخلی

Shersha azizi
3 لیندۍ 1401
په لوګر کې د چارواکو لخوا  پر ۱۴ کسانو د شرعي حدد جاري کیدو پخلی

د اسلامي امارت یوه چارواکي  فرانس پرس ته ویلی چې د یوې محکمې له حکم وورسته یې په دریو میرمنو او ۱۱ نارینه وو شرعي حدود جاري کړي‌ او په درو وهل شوي دي.

دغه کسان په لوګر ولایت کې د غلاوو او  اخلاقي جرمونو له امله د محکمې له خوا مجرم پيژندل شوی وو.

د لوګر د اطلاعاتو او کلتور رئیس قاضي رفیع الله صمیم د فرانسې خبري آژانس ته ویلي چې دغه کسان په عام محضر کې په درو وهل شوي.

نوموړي زیاته کړې  ۱۴ کسانو ته تعزیري مجازات ورکړل شول چې ۱۱ نارینه او درې میرمنې وې چې  د درو حد اکثر شمیر ۳۹ وو.

دا په روانه میاشت کې په بشپړ ډول د شرعي احکامو د عملي کیدو په اړه قاضیانو ته د اسلامي امارت د مشر ملا هبت الله اخندازه د امر وروسته، ظاهرا دویم ځل دی چې پر یو شمیر کسانو شرعي حدود جاري کیږي.

تر دې مخکې اسلامي امارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي وو چې په تخار ولایت کې یې پر یو شمیر کسانو شرعي حدود جاري کړي

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2022

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA