ads

د افغان ښځینه مدافع وکیلانو په اړه د امریکا د ځانګړې استازې څرګندونې

د افغان ښځو د بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري وایي یو شمېر افغان قاضیانې او مدافع وکیلانې د دې پرځای چې له خپلو وړتیاوو کار واخلي د خپلو ماشومانو لپاره د یوې ګولې ډوډۍ د پیداکولو لپاره د مرستې لاس اوږدوي.

Shersha azizi
3 لیندۍ 1401
د افغان ښځینه مدافع وکیلانو په اړه د امریکا د ځانګړې استازې څرګندونې

رینا امیري په خپله ټویټر پاڼه لیکلي، یو کال وړاندې اسلامي امارت په افغانستان کې د مدافع وکیلانو ټولنه منحل کړه چې د جنسیتي برابرۍ لپاره یې کار کاوه.

نوموړې زیاتوي په دې کار سره اوس ښځې له دې بې برخې شوي چې قانون ته لاس‌رسی ولري

دا په داسې حال کې ده  چې سبا د نومبر۲۵مه په نړۍ کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د له‌منځه وړلو نړیواله ورځ ده.

خو اسلامي امارت وایي چې د شریعت له مخې ټولو مېرمنو ته خپل حقوق ورکړل شوي او د یو شمېر ستونزو په اړه هم هڅې روانې دي چې حل شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2023

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA