ads

په درونټه کې دویم لین سړک جوړ شو

د کابل-جلال اباد پر لویه لار درونټې سیمه کې د ګڼې ګوڼې د مخنیوي لپاره دویم لین سړک چارې بشپړې شوې.

جان اغا صالح
2 لیندۍ 1401
په درونټه کې دویم لین سړک جوړ شو

د یاد سړک د پرانیستې پر مهال د جلال اباد ښاروالۍ د تخنیکي او سکټوري چارو رییس انجینر دوست محمد چهاردېوال رسنیو ته وویل، یاد سړک د اوومې ناحیې اړوند بګرامیو په سیمه کې جوړ ګټې اخیستې ته وسپارل شو، چې څه دپاسه یو کیلو متر اوږدوالی لري او یوولس عشاریه څلوردیرش میلیونه افغانۍ لګښت پرې راغلی، چې لګښت یې د ښاروالۍ له داخلي بودیجې ورکړل شوی.
نوموړی وایي، د یاد سړک په جوړېدو سره به تر ډېره د کابل-جلال اباد پر لویه لاره د درونټې په سیمه کې د ترافیکې ګڼې ګوڼې مخنیوی وشي.
چهاردیوال زیاتوي:
«د ښاروالۍ له لوري د جلال اباد ښار اوومې ناحیې اړوند بګرامیو په سیمه کې یو سړک چې ۱۱۸۵ متره اوږدوالی لري او لګښت یې یوولس عشاریه څلوردیرش میلیونه افغانۍ راغلي؛ چې چارې یې په پنځو میاشتو کې بشپړې شوې دي. د یاد سړک په جوړېدو سره به تر ډېره د کابل-جلال پرلویه لاره د درونټې په سیمه کې د ترافیکي ګڼې ګوڼې مخنیوی وشي او دا یو بدیله لاره ده.»
نوموړی وایي، هڅه کوي په جلال اباد ښار او نږدې سیمو کې د ټرافیکي ګڼې ګوڼې د مخنیوي او خلکو ته د تګ پر مهال د اسانتیاوو د برابرېدو په برخه کې په بدیلو لارو هم کار وکړي.
چهاردېوال زیاتوي:
«جلال اباد ښاروالۍ په هڅه کې ده چې په ښار کې د زیاتې ګوڼې ګوڼې مخنیوي لپاره بدیلې لارې جوړې کړي او په ښار کې د موټرو بیروبار راکم کړي، څو خلکو ته اسانتیاوې برابرې شي او په نږدې ورځو کې به ځینې نورې پروژو هم پیل شي چې په پلي کېدو سره به یې په ښار کې د زیاتې ترافیکي ګڼې ګوڼې مخنیوی وشي.»
جلال اباد ښاریان او د کابل-جلال اباد پر لویه لاره موټر چلوونکي او مسافر هم د یادې لارې له جوړېدو خوښ دي او له ښاروالۍ غوښتنه کوي چې په ښار کې دې ترافیکي ګڼې ګوڼې د مخنیوي لپاره د بدیلو لارو په جوړېدو فکر وکړي.
«موږ ډېر خوشاله یو چې دغه لاره جوړه شوه، ځکه مخکې به د کابل-جلال اباد لویه لاره د درونټې په سیمه کې بندیده او خلک به له ستونزو سره مخ وو، بله بدیله لاره هم نه وه، نو اوس چې دغه سړک جوړ شو؛ د خلکو ستونزې به ورسره حل شي او له ښاروالۍ هم غواړو چې دا ډول سړکونه لا ډېر جوړ کړي.»
عام خلک له کلنو راهیسي نیوکه کوي چې د سړکونو جوړېدو قرادادي شرکتونه د سړکونو د جوړولو پر مهال د بې کیفیته موادو ګټه پورته کوي او حکومت پرې سم څار نه کوي، چې له امله يې رغنیزې پروژې دوام نه کوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA