ads

په اندونیزیا کې د زلزلې د قربانیانو شمېر ډېر شوی

د اندونیزیا په جاوا ټاپو کې د وړمې ورځې د زلزلې له کبله د تلفاتو کچه لوړه شوې ده.

کامران احمدزی
2 لیندۍ 1401
په اندونیزیا کې د زلزلې د قربانیانو شمېر ډېر شوی

د رویټرز خبري اژانس د خبر له مخې، په دې پېښه کې تر اوسه ۲۸۶ کسان وژل شوي، ۱۵۱ نور نادرکه دي او دغه راز یې له زرو ډېر کسان ټپیان کړي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، په وژل شویو کې ډېر یې مېرمنې او ماشومان دي.
ویل کېږي چې د زلزلې له کبله په جاوا ټاپو کې یو کلی بشپړ وران شوی دی.
د معلوماتو له مخې، په دغې زلزلزله کې شاوخوا ۲۲ زره کورونه نړېدلي او لږ تر لږه ۸۵ زره کسان اوس په لنډ مهاله سرپناوو کې ځای پرځای شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA